Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مودي او عبدالله لیدنه؛ هند له افغان سولې بهیره ملاتړ کوي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر، نرندرا مودي سره نوي ډيلي کې ولیدل.

دغه لیدنه چې نن(پنجشنبې د تلې په ۱۷مه نېټه) له غرمې مخکې ترسره شوه دواړو لورو د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا د خبرپاڼې له مخې نرندرا مودي د افغان سولې بهیر په تړاو ویلي دي:«هغه سوله چې افغانانو ته د منلو وي، هند ته د منلو ده او هېواد یې افغانستان کې له دوامداره ثبات او سولې ملاتړ کوي.»

مودي زیاته کړې افغانستان کې د سولې له راتګ سره به نور ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه نه وي برابره.

د خبرپاڼې له مخې مودي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

لیدنه د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د هند له همکاریو درناوی کړی او د دوحې د سولې هڅو په تړاو یې مالومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ښاغلي عبدالله د هند د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره ولیدل او دغه لیدنه کې یې وویل چې د سولې په برخه کې چې هر څه افغانان د خپلو ځانونو لپاره وغواړي هند یې هم مني. د هند ملي امنیت سلاکار ویلي، نوی ډیلی د یو خپلواک، ازاد، ډیموکراټیک او امن افغانستان پلوي دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دې لیدنه کې عبدالله عبدالله له افغان سولې بهیر د هند د ملاتړ غوښتنه کړې.

شریک یي کړئ