Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي جرګه:حکومت راتلوونکې اوونۍ نوماند وزیران دغې جرګې ته ورپېژني

ولسي جرګه وايي چې حکومت راتلوونکې «سه شنبې» خپل نوماند وزیران د باور رایې د تر لاسه کولو لپاره دې جرګې ته ور معرفي کوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا محمد کټوازی وايي، په پارلماني کمېټو کې د نوماند وزیرانو د سندونو له کتنې وروسته به وکیلان په خپله عمومي ناسته کې د هغوی په اړه پرېکړې وکړي. 

تر دې وړاندې د ولسمشر ویاند د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و، چې راتلوونکې اوونۍ به نوماند وزیران د باور رايي لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي. 

د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرزا محمد کټوازی په دې اړه وايي:«که چېرې ستونزه یې لرله، وزیر صاحب په مستقیمه توګه له هماغه کمېسیونه رحصتېږي او که یې نه درلوده په تالار کې ورته صندوق اېښودل کېږي او وکیل صاحبان ورته رایه ورکوي.»

د دوشنبه په ورځ د ولسمشر ویاند هم په راروانه اونۍ کې  ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره د نوماند وزیرانو د ورپېژندلو خبره وکړه.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم څرګندوي:«موږ هیله لرو چې د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره، د افغانستان پارلمان نوماند وزیرانو ته د تایید رایه ورکړي.»

د ولسي جرګې غړو چې تېره اوونۍ په خپلې عمومي غونډه کې د نوماند وزیرانو د سرپرستۍ د کار پر دوام نیوکه وکړه، د ولسي جرګې له لوري د دغو نوماند وزیرانو په تایید یا ردولو کې پر ځیرکتیا ټينګار کوي.

د ولسي جرګې غړی عتیق رامین هم وايي:«د نوماند وزیرانو د برخلیک په اړه د پرېکړې نیولو لپاره چمتو یوو او نوماند وزیرانو ته د هغوی د توانمنۍ او وړتیا بر بنسټ به رایه ورکړو.»

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید وویل:«وکړای شو چې توانا، وړ، پاک او صادق کسان د کابینې لپاره انتخاب کړو او دا کابینه وکړای شي خپله اصلي دنده چې خلکو ته خدمت کول دي، دود کړي.»

حکومت او ولسي جرګه په داسې وضعیت کې د نوې کابینې د ټاکلو لپاره چمتو شوي دي چې په تېرو اوو میاشتو کې د هغه څه له امله چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د وزارتونو  څوکیو ته د نوماند وزیرانو په ورپېژندلو کې د نظر اختلافونه بلل کېده د کابینې جوړېدل ځنډېدلي وو.

شریک یي کړئ