میدان وردګو پولیسو کې سرچینې نن(جمعه د تلې په ۲۵مه نېټه) وايي چې د دغه ولایت د عامه نظم پولیسو پر یوې پوستې د موټر بم برید پایله کې څلور پولیس سرتېري ټپیان شوي دي.
دغه سرچینې زیاتوي چې پېښه کوته عشرو سیمه کې شوي او په کې"درې تر څلورو سرتېرې ټپیان شوي دي."
د سرچینو په وینا طالبانو له موټربم چاودنې وروسته بردی کړی چې پایله کې یې یادې ډلې ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
پېښه کې د پولیسو پوسته نه ده نسکوره شوې.
ولسي جرګه کې د میدان وردګو استازی، مهدي راسخ څرګندوي چې افغان ځواکونو د طالبانو برید په شا تمبولی دی.
دی زیاتوي چې افغان ځواکونه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.