د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وايي چې هېواد کې د طالبانو د امارت راتګ د خلکو لپاره د منلو نه دی.
نوموړي چې نن(جمعه د تلې په ۲۵مه نېټه) د کندهار د پخواني امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د وژل کېدو دوهم تلین په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه چې د سولې د خبرو دواړه لوري باید زغم ولري او سولې ته کار وکړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې که طالبانو د سولې راتګ لپاره هېڅ منل شوې او معقوله لاره ونه منله، نو د افغانستان خلک به له خپلې خاورې، عزت او ملي حاکمیته دفاع وکړي.
د ملي مصالحې د عالي شورا رییس همداراز څرګنده کړه چې سولې ته د تګ لاره د تاوتریخوالي زیاتوالی نه دی.
هغه همداراز وویل، دا چې افغانستان کې به دوی خپل اسلامي امارت تاسیسوي، دا یوه ناسمه محاسبه ده.
په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح هم د سولې په تړاو څرګندونې درلودې.
هغه وویل دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د طالبانو پلاوي ته وايي چې قرآن پر مېز کېږدئ او د خبرو بنسټ چې د خبرو بنسټ یې وګڼو، خو طالبان بیا وايي چې باید پر مېز له امریکا متحده ایالاتو سره د دوی هوکړه کېښودل شي او د خبرو بنسټ وګڼل شي.
غونډه کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب وویل افغانان د با عزته سولې غوښتونکي دي.
ښاغلي محب وړاندې وویل:«موږ سوله غواړو، خو نه بې عزته سوله. طالبانو تېرو ورځو کې په هلمند کې کابو نهه ویشت زره کسان بې کوره کړل.»