پاکستان کې ۷۴ هغه الوتونکي چې د نسل یې د ورکېدو په حال کې دی، له قاچاق کولو یې مخنیوی شوی.
څلور اویا باز او شاهین الوتونکي چې له افغانستانه قاچاق شوي وو، په پاکستان کې ضبط شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په کراچۍ ښار پر یوه هستوګنځي په برید سره دغه نادر الوتکونکي ترلاسه کړي دي.
ویل کیږي، دغه نادره مرغان له افغانستانه عربي هېوادونو ته قاچاق کېدل.
د نړۍوالو قوانینو له مخې، د دغو مرغانو ښکار کول د نړۍ په هره برخه کې بند دي.