په کابل کې د کاه فروشۍ کوڅه شاوخوا ۲۰۰ کلنه مخینه لري او له کلونو راهیسې پهکې د ډول-ډول کورنيو او بهرنيو مرغانو پېر او پلور روان دی. خو دا بازار اوس سوړ شوی.
د کاه فروشي کوڅې د مرغانو یو شمېر پلورونکي د بازار له نهشتوالي اندېښمن دي. د مرغانو دغه پلورونکي وایي، له یو کال راهیسې یې بازار پیکه شوی دی.
محمد ظاهر چې له ۳۰ کلونو راهیسې پهدې کوڅه کې د مرغانو کاروبار کوي، وايي، په وروستیو کې د مرغانو د پلور بازار هم پیکه شوی دی.
د مرغانو پلورونکی محمد ظاهر وايي: «دا یوه داسې کوڅه ده چې له دې ځایه یو څوک تېرېږي، یو ځل هرو مرو باید د مرغانو ښایښت وګوري، خو د پېرلو توان یې نهلري.»
د مرغانو یو بل پلورونکی حسیبالله زیاتوي: «د تېرو کلونو پرتله یې بازار ښه نهدی.»
د مرغانو ځينې پلورونکي بیا د مرغانو د پلور د بازار د پیکه کېدو ستر لاملونه په هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ د کچې لوړېدل ګڼي.
د مرغانو پلورونکی عبدالجلیل پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «بازار یې ښه نهدی، ځکه ډېر خلک بېکاره دي، کله چې خلک بېکاره وي او پیسې ورسره نهوي، شوق نهشي کولای؛ نو له همدې کبله بازارونه خراب دي.»
د کابل اوسېدونکی گوهر خان زیاتوي: «د چرکانو، مرغانو، زرکانو او نورو ځکه کم شوی شوی چې کله کار او پیسې کمې وي، پیسې هم کمې وي.»
پهدې کوڅه کې ډول-ډول مرغان موندل کېږي چې بیې له سلګونو نیولې تر زرګونو افغانیو رسېږي. دغه کوڅه د تیمور شاه په دوره کې د دولتي څارویو د ساتنې لپاره جوړه شوې وه او له همغه وخته تر اوسه د "کاه فروشۍ" کوڅې په نوم یادېږي.
په دې اړه مو اندونه