Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د کم پیدا مرغانو د قانوني ښکار لپاره د څو تړونونو لاسلیکول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په روان کال کې یې له څو بهرنیو بنسټونو سره یې په هېواد کې د کم پيدا مرغانو د قانوني ښکار په منظور ځينې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې دغه تړونونه د ۴۲ مېلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات مهاجر فراهي وايي:«د کابو ۴۲ مېلیون ډالرو په ارزښت تړونونه په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي چې په دې ټولو کې قانوني اقدامات په پام کې نیول شوي دي د هر ټول الوتونکي ښکار جایز نه دی.»

ډېری هغه سیلانیان چې افغانستان ته د کم پيدا الوتونکو د ښکار لپاره راځي، قطري عرب دي. هغوی افغانستان ته د هوبر یا طوق لرونکي الوتونکو د ښکار لپاره راځي.

هوبره یا طوق لرونکي مرغان هر ژمی د فراه ولایت دښتو ته راخي او بهرني ښکاریان چې ډېری یې عرب دي، افغانستان ته په دغو الوتونکو پسې راځي.

د فراه ولایت اوسېدونکی شاه محمد په دې هکله وايي:«څه وخت وروسته د ښکار وخت کېږي، ژمی د ښکار وخت کېږي موږ په خپله هم تللي یوو او ښکار مو کړی دی، ډېره خوښه غوښه لري.»

د فراه بل اوسېدونکی ګل احمد هم څرګندوي:«دلته دېر خلک د ښکار لپاره راځي، عربیان د ښکار په حساب راځي، عربان هر کال د کال په یوه فصل کې دلته د دغو مرغان د ښکار لپاره راځي.»

د چاپېریال ساتنې فعالان وايي چې دا اقدام د دې لامل کېږي چې د وحش چاپېریال زیان وویني او د کم پيدا الوتونکو نسل له منځه ولاړ شي.

د چاپېریال ساتنې د برخې فعال حجت الله مرزايي وویل:«له شک پرته که چېرې د دې اقدام وي چې دا الوتونکي له منځه ولاړ شي یو منفي اقدام دی، که چېرې موضوع دا وي چې له دوی واقعاً ملاتړ وشي ډېر ځایونه ورته برابر شي او پرې ډزې ونه شي دا به د افغانستان د چاپېریال ساتنې لپاره غوره وي.»

په فراه کې د هوبره الوتونکو ویټرنر عین الدین وايي:«اوس چې موږ دلته مرکه کوو کابو ۱۷۵۰ الوتونکي روزل کېږي.»

اسلامي امارت له دې مخکې په ټول افغانستان کې د ژویو او الوتونکو ښکار منع کړی وو؛ خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کوي چې د کم پيدا الوتونکو ښکار په قانوني چوکاټ کې کېږي چې د هغه د نسل پایښت د ټړون له مهمو برخو دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه