د کابل پوليس د دې پخلی کوي چې کابل کې يوې چاودنې د طلوع نيوز د پخواني خبريال يما سياوش په ګډون درې تنه وژلي دي.
د پارلمان پخوانی غړی او د يما سياوش ورور بکتاش سياوش د دې پخلی کوي چې د کابل ښار د څلورمو مکروريانو په سيمې چاودنه کې يما سياوش وژل شوی دی.
د کابل پوليس وايي چې د يما سياوش پر موټر د مقناطيسي ماين په دغې چاودنه کې دوه تنه نور هم وژل شوي دي.
په دغه خبر کې به نور جزيات وروسته اصافه شي.