کندز ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون اوو ملکي کسانو ژوند بایللی دی.
د هېواد ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې وايي چې تېره شپه(چهارشنبې د لړم په ۲۸مه نېټه) د کندز تلوکه سیمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده او په کې ۶ ملي کسان ټپیان شوي هم دي.
د هاوان مرمۍ پر یوه کور لګېدلې او قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
دفاع وزارت د پېښې اصلي عامل طالبانو بولي او وايي چې د هاوان دغه مرمۍ د یادې ډلې لخوا ویشتل شوې ده.
خو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.