Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونوجنګي جرایمو په اړه د څېړن اعلان

په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د جنګي جرایمو د تورونو په اړه څلور کلنې څېړنې بالاخره اعلانې شوې.

د دغو څېړنو له مخې، استرالیايي ځواکونه په افغانستان کې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶زیږدیزې کالو پورې د ۳۹ بندیانو او ملکي کسانو په وژنې کې ښکېل  دي.

په دې جنګي جرایمو کې لږ تر لږه د استرالیا د ځانګړو ځواکونو ۲۵ غړي مجرم پېژندل شوي دي. په دې راپور کې د وژنې ۵۷ دوسیې ارزول شوي او پر هغو نږدې زرو کسانو شاهدي هم ویلې ده.

د اسټرالیا دفاعي ځواکونو قومندان، انګس کمپبل وايي:«‎دوی په ناقانونه توګه وژل شوي دي. ټول وژل شوي کسان تر کنترول لاندې کسان؛ یعنې بندیان، کروندګر او ولسي وګړي وو. د وژنې دغه شرموونکې دوسیه، پر وینې توېیدنې مشهوره ده.»

د استرالیا د دفاعي ځواکونو قومندان د دغو  جنګي جرایمو له امله له افغان ولسه بښنه غوښتې ده.

کمپبل زیاته کړې:«‎د استرالیا د دفاعي ځواکونو له لوري، له افغان ولسه له هېڅ ډول قید و شرط پرته د استرالیايي ځواکونو د هر ډول خلافکاریو له امله بښنه غواړم. ما په دې اړه نېغ په نېغه له خپل افغان سیال، جنرال ضیا سره خبرې کړې دي.»

له دې سره سم، د استرالیا لومړي وزیر هم په دې اړه له ولسمشر غني سره ټیلفوني خبرې کړي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د استرالیا لومړي وزیر ژمنه کړې چې، هېواد یې د عدالت ټینګښت ته ژمن دی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هېواد وايي:«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسټرالیا د وسله وال ځواک راپور چې افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو لخوا د ترسره شویو جنګي  جرایمو لخوا اعلان شو، د عدالت تامین په برخه کې مهم ګام بولي.»

د بشري حقونو ځینې مدافع بنستونه وايي، په افغانستان کې له دغو جنګي جنایتونو د قربانیانو له کورنیو سره باید عدالت وشي.

د انتقالي عدالت ډلې غړې، حوریه مصدق څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې بې پرې تحقیقات ترسره شي، او هغه کسان چې د افغانانو په زورونه کې ښکیل وو، سزا ورکړل شي او زیانمنو ته د خسارې جبران ورکړل شي.

استرالیا چې د امریکا یو له نږدې متحدو هېوادونو دی، په ۲۰۰۵ کال یې زرګونه سرتیري افغانستان ته راولېږل او ډېری دغه ځواکونه په ارزګان کې مېشت وو.

سره له دې چې، په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو جنګي ماموریت په ۲۰۱۶ کال کې پایته ورسېده؛ خو لا هم د یاد هېواد ۴۰۰ ځواکونه په افغانستان کې د افغان ځواکونو پر روزنې بوخت دي.

د څېړنو له مخې، استرالیايي ځواکونه په افغانستان کې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶زیږدیزې کالو پورې د ۳۹ بندیانو او ملکي کسانو په وژنې کې ښکېل  دي.

شریک یي کړئ