Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ځواب ورکړې د تګلارې له نشتونه اندېښنې

افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان استازی ریچارډ بېنټ تېره ورځ (جمعه) په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ځواب ورکړې د تګلارې پر نشتوالي نیوکه کړې ده.

ښاغلي بنسټ د ملګرو ملتونو په غونډه کې چې په افغانستان کې د عدالت او ځواب ورکړې په هکله جوړه شوې وه، ویلي چې په وروستیو څو لسیزو کې په افغانستان کې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او د بشري حقونو د سرغړونو معافیت موجود و.

ریچارد بنېټ زیاته کړې:«زه غواړم د دې غونډې د اهمیت په تړاو ووایم چې ځواب ورکړه او مسوولیت د بشري حقونو لپاره یو اړین ګام دی. لکه څنګه چې تاسو وویل، افغانستان له لسیزو راهیسې د بشریت ضد جنایتونو، د بشري حقونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نړۍوالو بشري معیارونو په برخه کې معافیت تجربه کړی دی.»

د انتقالي عدالت د نړۍوال مرکز اجرایي مدیره انا مریم روکاتیلو ویلي:«هېوادونه باید دې مسئلې ته پام وکړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په افغانستان کې د جګړې په بېلابېلو پړاوونو کې وو، باید د خپلو هېوادوالو لپاره دوسیه پرانیزي.»

په دې غونډه کې د ناروې استازي په افغانستان کې د ښځو پر ملاتړ ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې باید د افغانستان په تړاو غونډو کې ښځو حضور ولري.
                                 
په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفیر انډرېس لوولډ څرګنده کړې:«موږ باید له ښځو سره ګډ پلټفورم جوړ کړو، او که شونې وي، د یوه غړي هېواد په توګه دا زموږ مسوولیت دی چې هغوی د خبرو میز ته راولو، څو هغوی ته د خبرو فرصت ورکړل شي، ځکه دا خبرې یوازې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو نه‌دي، دا د هغوی د هېواد د راتلونکي مسئله ده.»

خو اسلامي امارت امریکا او متحدان یې په افغانستان کې د بشریت پر وړاندې د جنایتونو لوی عاملان ګڼي.
                             
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د امریکایانو د شل کلن ښکېلاک په لړ کې جنایت او د بشري حقونو نقض وو، په خپله د جنایتونو ستر عاملین وو. که‌چېرې محاسبه کېږي؛ باید هغه محاسبه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړۍوال سازمان تر ۲۰۲۱ کال مخکې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړلو غوښتنه کړې وه. دغه سازمان د جرمونو له نړۍوالې محکمې غوښتي وو، چې په افغانستان کې د «طالبانو» او نورو هېوادونو له خوا د جنګي جرمونو دوسیې وڅېړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه