Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو: اسټرالیا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر جنایتونو سترګې پټوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسټرالیا د چارواکو له لوري په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو د جنګي جنایتونو پر پټولو نیوکه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو و زارت ویانده ماریا زاخارووا په یوې اعلامیه کې ویلي چې د اسټرالیا مخکینۍ کابینې له همدې امله په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په هکله کوم ګام پورته نه کړ.

هغه دغه راز زیاتوي، چې د اسټرالیا د جنګي جنایتونو په تړاو رابرسېره شوي حقایق ښيي، چې دا مسئله د دغه هېواد په ځانګړو ځواکونو کې یوه ژوره بنسټيزه ستونزه ده. 
         
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي:«د بنجامین رابرټز په تړاو صادر شوی حکم به په اصل کې د هغه د مجازاتو لامل نه شي او له شک پرته چې اسټرالیایي چارواکي به خپله ټوله هڅه وکړي، چې په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو د کړو جنګي جنایتونو موضوع پټه کړي، اسټرالیا پر خپلو عیبونو سترګي پټوي، خو په اسانۍ سره نور هېوادونه د لوېدیځو هېوادونو د معیارونو د نه رعایت له امله رټي.»
                 
د نظامي چارو شنونکی اسد الله ندیم طلوع‌نیوز ته وايي:«دا چې اسټرالیا خپل سرتېري محاکمه کوي، له اخلاقي پلوه لږ تر لږه یو مثبت ګام دی؛ خو روسانو هم په افغانستان کې دروند حضور درلود. دوی په خپله ډېره مرګ ژوبله لرله او د روسانو د حضور له امله د افغانستان بیخ‌بناوو ته زیان رسېدلی دی؛ خو روسیې هېڅکله د دغو جرمونو عاملان محاکمه نه کړل.»

خو اسلامي امارت وایي، چې نه یوازې اسټرالیا بلکې نورو هېوادونو هم په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ډېر جنګي جنایتونه کړي او باید په دې تړاو ځواب ویونکي وي.
                                
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«ټول هغه جنایتونه چې هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې ترسره کړي، له هغې سترګې نه شو پټولای. زموږ په باور ټول ښکېلاک کوونکي ځواکونه، چې په هر هېواد پورې اړوند وو، بشري جنایتونه ترسره کړي او د افغانستان خلک یې شهیدان کړي. د خلکو کورونه یې ویجاړ کړي دي.»

بل خوا، د روزګان ځينې اوسېدونکي چې د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو قربانیان ګڼل کېږي، د اسټرالیایي ځواکونو د دغو جنایتونو عاملانو ته د سزا ورکولو او د غرمت د ورکړې غوښته کوي.
                           
د روزګان اوسېدونکی محمد نسیم وايي:«اسټرالیایان ډېر ظالم خلک وو او استخباراتي ډلو یې ورته غلط معلومات ورکړل او هغوی ډېر ملکي کسان په شهادت ورسول.»  
                          
د روزګان بل اوسېدونکی شاه محمود هم زیاتوي:«زموږ غوښتنه دا ده هغه کسان چې جنګي جنایتونه یې کړي، باید محاکمه شي او د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړل شي.» 

تر دې وړاندې هم، د اسټرالیا د فډرال محکمې یوه قاضي پرېکړه کړې وه، چې د دغه هېواد یوه پخواني سرتېري په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي او د اسټرالیا د پلټنې ځانګړي دفتر په خپل راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تړاو د څه باندې ۴۰ دوسیو د څېړلو په حال کې دی.

اسلامي امارت وایي، چې نه یوازې اسټرالیا بلکې نورو هېوادونو هم په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ډېر جنګي جنایتونه کړي او باید په دې تړاو ځواب ویونکي وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه