Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د ۲۰۲۰ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۳۰ ماشومان د جګړې قرباني شوي'

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد ۶۳۰ ماشومان په جګړو کې قرباني شوي دي.
 
د کمېسیون په وینا له دې منځه ۲۲۵ ماشومان وژل شوي او ۴۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ماشومان په هېواد کې د جګړې اصلي قربانیان ګڼي او د قرباني کېدو دلیل یې د استوګنې سیمو ته د جګړې خپرول یادوي.

رجب هغه اته کلن ماشوم دی چې جګړې یې ټوله کورنۍ ترې اخېستې ده.

د نوموړي پلار، مور، دوه وروڼه او یوه خور په میدان وردګو ولایت کې د ماین په یوې چاودنه کې وژل شوي دي. د رجب خپلوان وايي چې هغه له دې پېښې وروسته له رواني فشارونو سره مخ شوی دی. 

د رجب نیکه نجف وايي:«دوه لمسیان مې وو، زوی مې او مېرمن یې وه، او مېرمن یې هم امیندواره وه. دا دی شپږ تنه شول.»

 د رجب خپلوان پوښتي چې د هېوادوالو او نړیوالو له غوښتنو سره سره، ولې جګړه او تاوتریخوالی د دې خاورې له ماشومان قرباني اخلي او د هغوی د کورنۍ د غړو په وژلو سره، دا ماشومان له بې برخلیک حالت سره مخ کوي.

د رجب کاکا رحمت الله په دې اړه وویل:«افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه منعکس کېږي چې هلته د ماشومانو لپاره هېڅ ارزښت نشته. دا د دې لامل کېږي چې ماشومان تل تر برید لاندې راشي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې چې په هېواد کې ماشومان د جګړې اصلي قربانیان بولي وایي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۷۰۰ ماشومان د جګړې قرباني شوي دي.
 
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ په دې هکله وویل:«په افغانستان کې ۶۳۰ ماشومان قرباني ثبت شوي دي، ۲۲۵ وژل شوي او ۴۰۵ نور ټپيان شوي دي. شونې ده چې دا شمېر زیات وي چې ډېره طبیعي ده، خو هغه څه چې په امکان کې وو ثبت کړي دي. د بشرپاله نړیوالو حقوقو پربنسټ هغه کسان چې په جګړه کې شامل نه دي که چېرې قرباني کېږي جنګي جنایت دی.» 

ملګري ملتونه افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړۍ هېواد بولي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې په افغانستان کې په بېلابېلو بریدونو کې ۳۰۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وینا له دې منځه ۲۲۵ ماشومان وژل شوي او ۴۳۵ نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ