Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په څو برخو د توغندیو لګېدل؛ یو تن وژل شوی

د کابل ښار نن سهار (شنبې د لیندۍ په ۲۲مه) په څو برخو کې د څو توغندیو د لګېدو شاهد وو چې د هغه په پایله کې لږ تر لږه یو تن وژل شی او یو بل ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن سهار ۶:۳۰ دقیقې د خیر خانې د «لب جر» له سیمې څلور توغندي په کابل ښار توغول شوي دي چې دوه توغندي یې د هوايي ډګر په ځينو برخو کې او دوه نور یې هم په «خواجه رواش» سیمه کې لګېدلي دي.

د دغه وزارت په وینا، چې په خواجه رواش سیمه کې د دغو توغندیو لګېدو  یو تن وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

تراوسه چا د دغه توغندیو د توغولو مسوولیت نه دی منلی.

د پېښې شاهدان وايي چې ځینې توغول شوي توغندیو شمېر له شپږو هغو ډېر وو.

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت مخکې هم ورته پېښه په کابل ښار کې رامنځته شوې چې په هغه کې ۲۳ توغندي د کابل په بېلابېلو برخو وتوغول شول او د امنیتي بنسټونو په وینا، په دغو پېښو کې ۸ تنه ولسي وګړي ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول. 

د کورنیو چارو وزارت په وینا، چې په خواجه رواش سیمه کې د دغو توغندیو لګېدو  یو تن وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

شریک یي کړئ