د هرات ـ کندهار پر لویې لارې ادرسکن ولسوالۍ کې نن سهار(جمعه د لیندۍ په ۲۸مه نېټه) د ترافیکي پېښې له کبله پنځو کسانو ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان دي.
د ادرسکن ولسوال، عبدالعلي فقیریار وايي پېښه سهار څلور بجې د دوو کرولاډوله موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د ښاغلي فقیریار په وینا قربانیانو کې دوې ښځې دي او ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.
د ادرسکن د ولسوال په خبره د پېښې قربانیان او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د ټولو روغتیايي حالت نازک دی.