Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هغه کس چې د لور زېږون په پار د خپلې ښځې په وژلو تورن دی تښتېدلی

هغه کس چې تېره ورځ یې د کابل ښار په «یکه توت» سیمه کې خپله ښځه د لور زېږون په خاطر وژلې وه، تښتېدلی دی او ماشومه یې له ځان سره بیولې ده.

د دغه کس ګاونډیان وايي چې هغه فریدون نومیده چې هغه د خلکو استازی و او ټاکل شوې وه چې د دغې سیمې د جومات موذن په توګه وګومارل شي.

 د سیمې اوسېدونکي وایي چې دا نوې زېږیدلې ماشومه د فریدون دویمه  لور وه.

امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته د فریدون د کور دروازه مهر او لاک کړې ده. د دغې سیمې اوسېدونکي وايي چې شل ورځې مخکې دغه ماشومه نړۍ ته راغلې وه.
 
د سیمې اوسېدونکی هارون وايي:«فریدون نومی تازه په تازه د کوڅې استازی ټاکل شوی و او د کوم قاچاق وړونکي زوی، روږدي او یا هم غل نه و. په کور کې یې کومه کورنۍ ستونزه وه خپله ښځه یې وژلې ده.»

د سیمې بل اوسېدونکی نعمت الله هم وویل:«ده غوښتل چې په جومات کې موذن هم تعیین شي. کارونه یې لا هم جریان لري.»

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لس میاشتنی رپوټ چې د بشري حقونو د  خپلواک کمېسیون له لوري خپور شوی دی ښيي چې په هېواد کې د ښځو  پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۴۱پېښو له منځه ۲۸۱  یې زړه بوږنوونکې پېښې دي چې د کورنیو د غړو له لوري د ښځو د قتل ۱۶۵ پېښې په کې شاملې دي.
 
دیني عالمان وایي چې له اسلامي لارښوونو د هېوادوالو بې خبرې د دې لامل شوې ده چې د ښځو پر وړاندې دغه راز تاوتریخوالی زیات شي.

دیني عالم مولوي ذبیح الله حقیار په دې اړه وویل:«دا د جهالت، بې عقلۍ، بې علمۍ او ناپوهې له امله دي او دا سړی د خدای په قهر او غضب اخته دی.»

بل خوا ډاکټران وایي چې میندې د ماشومانو د جنسیت په جوړښت کې هېڅ رول نه لري او باید په دې تړاو ګرمې ونه بلل شي.

د عامې روغتیا وزارت د جندر څانګې رییسه طیبه جعفري څرګندوي:«کله چې جنین غواړي د مور په ګېډه کې بڼه غوره کړي د مور په ګېډه کې د جننټیکي مسله ده. همدارنګه مور په کې دخالت نه لري ماشوم هم دخالت نه لري.

د کابل پولیس وایي چې فریدون چې د خپلې مېرمنې په وژلو تورن دی؛ تښتېدلی دی او دوی یې د نیولو په هڅه کې دي.
 
شریک یي کړئ