Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحمان: تاجیکستان او سیمه له افراط پالنې او بې ثباتۍ زیانمنه شوې

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي دي چې «افغانستان، تاجیکستان او سیمه له ترهګرۍ، افراط پالنې او بي ثباتۍ زیانمن شوي دي.»

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې امام علي رحمان په افغانستان کې د سولې له هڅو خپل هر اړخیز ملاتړ له اعلان سره، په افغانستان کې سوله او ټیکاو په تاجیکستان په ټوله نړۍ کې وسوله او ټيکاو وباله.

هغه زیاته کړه:«په افغانستان کې د سولې او ټيکاو ټينګښت د دواړو هېوادونو، سیمې ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا د نښلون زمینه برابروي.»

ښاغلي رحمان څرګنده کړه:«تاجیکستان د افغانستان ملګری او متحد دی او په افغانستان کې د سولې له هڅو او په دې برخه کې د افغانستان د خلکو او د اسلامي جمهوریت له پرېکړو ملاتړ کوي.» 

ښاغلي عبدالله په دغې لیدنه کې، د دغه هېواد د ولسمشر له بلنې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د داوړو هېوادونو ترمنځ ملګرتیا او اړیکې د ګډو تاریخي، کلتوري او دیني ارزښتونو پر مټ ولاړې دي.

هغه د سولې د هڅو، د دوحې د مذاکراتو، د مذاکراتو بل پړاو، د سیمه ییزې اجماع د ترلاسه کولو لپاره وروستیو سفرونو او د افغانستان د سولې په ټینګښت کې د تاجیکستان جمهوریت ونډې په هکله خبرې اترې وکړې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دې هکله وویل:«د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوریت د ازښتونو د ساتنې ترڅنګ د سولې په مذاکراتو کې تلپاتې، عادلانه، عزت لرونکې سولې رسېدو ته ژمن دی.»

ښاغلي عبدالله همدارنګه د تاوتریخوالي او جګړې زیاتوالی د افغانستان د خلکو او دولت د اندېښنو په توګه یادونه وکړه، او مذکراتو په لړ کې د جګړې پر پای او د وینې د تویېدو پر درېدو ټينګار وکړ.»

عبدالله د دوشنبې په ورځ په یوه دوه ورځني رسمي سفر تاجیکستان ته ولاړ.

هغه تېره ورځ د تاجیکستان له لومړي وزیر، قاهررسول زاده، د ولسي جرګې له مشر محمد طاهر ذاکرزاده او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره ولیدل او د افغانستان د سولې په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.  

امام علي رحمان په افغانستان کې د سولې له هڅو خپل هر اړخیز ملاتړ له اعلان سره، په افغانستان کې سوله او ټیکاو په تاجیکستان په ټوله نړۍ کې وسوله او ټيکاو وباله.

شریک یي کړئ