Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امرالله صالح: طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې له القاعده شبکې سره د اړیکو د پرېکون لپاره د امریکا او طالبانو د هوکړې سربېره طالبان لا هم له دغې شبکې سره اړيکې لرلي او د دغو دوو ډلو جلاکول ډېر ستونزمن دي.

ښاغلی صالح وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په سوېل کې د طالبانو په یوه مرکز کې د القاعده شبکې درې غړي وژل شوي دي:«د دوحې هوکړه لیک له لاسلیک او له القاعدې شبکې څخه د طالبانو د ځان جلاوالي له ژمنې لس میاشتې وروسته، زموږ ځانګړو زړورو ځواکونو د افغانستان په سوېل کې د طالبانو په یوې اډه کې د القاعده درې تته غړي ووژل. داسې ښکاري چې دا جلاوالی له یوځای کېدو ستونزمن دی. د هر ډول هوکړې د عملي کولو لپاره د کړنلارو تایید ته ډېره اړتیا ده.»

د کورنیو چارو وزارت وايي چې له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو د ساتلو په هکله د نه انکار وړ شواهد په واک کې لرو.
           
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي:«د نه انکار وړ شواهد شتون لري چې طالبان له ترهګریزو ډلو په ځانګړې توګه له القاعده شبکې سره اړیکې لري. په غزني، هلمند او څو نورو ولایتونو کې د القاعدې د یوه مشر وژل کېدل د دې ښودنه چې د القاعده حضور د طالبانو تر نفوذ لاندې دی.»

ملي دفاع وزارت هم د ځينو تصویر په خپرولو سره ویلي دي چې دوه ورځې وړاندې د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د القاعدې څلور غړي وژل شوي دي.

دوه میاشتې وړاندې ابو محسن المصري چې د القاعدې دویم شمېره کس بلل شوی دی؛ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د القاعده شبکې د قومندانانو شمېر ۲۰۰ تنه بللی دی.
             
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«لا هم د القاعدې جنګیالي د طالبانو په منځ کې حضور لري او د طالبانو له ملاتړ سره د افغانستان د خلکو او د افغانستان د دولتي ځواکونو په وړاندې جنګېږي.»

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ډلې د مشرتابه شورا یو غړی په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د راتلونکې په تړاو خبرې کوي او وایي چې د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک له مخې؛ د افغانستان له خاورې به د بل هېڅ هېواد پر وړاندې ګټه وانه خیستل شي. 

د طالبانو د مشرتابه شورا غړی مولوي عبدالحکیم شرعي څرګندوي:«د اسامه بن لادن تسلیمي د شریعت په خلاف و. اوس هم له هغوی سره دا هوکړه نه ده شوې چې یو مسلمان هغوی ته تسلیم کړو، بلکې دا هوکړه شوې چې هغوی ته ځای نه ورکوو.»

د سږکال په غبرګولې میاشت کې د ملګرو ملتونو د سازمان پر بندیزونو څارونکې ډلې د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه رپوټ کې وویل چې په افغانستان کې د القاعدې شبکې جګپوړي مشران او د دې شبکې سلګونه جنګیالي فعالیت کوي؛ خو دا رپوټ د طالبانو له لوري رد شوی دی.

شریک یي کړئ