Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور رد کړ

اسلامي امارت افغانستان کې د القاعده ډالې مرکزونو د شتون په اړه د امنیت شورا د په غبرګون کې وایي چې له ترهګرۍ سره مبارزه د دوی د حکومتولۍ مهم اصل دی.

خو اسلامي امارت دغه راپور په کلکو ټکو ردوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو غواړي چې دا ډول ادعاوې دې نه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: «د ملګرو ملتونو له دریځ څخه ناسمه ګټه اخیستل کیږي، موږ د ملګرو ملتونو هغو غړو هېوادونو څخه چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري غواړو چې اجازه ورنکړي د دې سازمان حیثیت نور زیان وګوري.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل دغه راپور کې ویلي، القاعده په افغانستان کې پټنځایونه لري او په یو څو ولایتونو کې د وسلو وسله تون هم لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه راپور پر بنسټ، القاعده د پوځي تجهیزاتو یو وسله تون په پنجشیر او څلور نور په غزني، لغمان، پروان او روزګان کې جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په یوه برخه کې داسې ویل شوي: «داسې راپورونه دي چې القاعده ډلې په افغانستان کې اته نوي رونیزونه کمپونه جوړ کړي چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او روزګان او د وسلې یو نوی ډيپو یې په پنجشېر کې جوړ کړی چې ځينې یې شاید لنډمهالي وي.»

د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې داعش په افغانستان کې ماتې نه ده خوړلې او دغې ډلې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

راپور کاږي: «په افغانستان کې د داعش ډلې موخه په لومړي ګام، شیعیان، په دویم ګام کې طالبان او بیا ملکیان دي. سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې داعش یې مات کړی دی خو دغې ډلې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.»

د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج و ویل: « نړۍ وایي چې په افغانستان کې داعش، القاعده او د ټي ټي پي ډلې حضور لري خو طالبان وایي چې نشته خو دواړه یې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره شواهد نه وړاندې کوي او اقدام هم نه کوی.»

په دغه راپور کې همدا راز ویل شوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي او یو شمېر نور ډلې هم د اسلامي امارت له لوري تمویلیږي خو دا هغه ادعاوې دي چې طالبان یې بې بنسټه بولي.

د راپور پر بنسټ: «د وسلو او تجهیزاتو د برابرولو سربېره، د طالبانو ډلې، د القاعدې اصلي مرکز او د القاعدې جنګیالیو له پولې ها غاړه د بریدونو په ترسره کولو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک له ځواکونو سره مرسته کړې. د پاکستاني طالبانو تحریک، د هغوی غړي او کورنۍ یې په منظم ډول له طالبانو څخه د مرستو کڅوړې ترلاسه کوي. د ټي ټي پي په لیکو کې د افغان وګړو زیاتېدو د پام وړ پرمختګ کړی دی.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « د داعشیانو پر وړاندې مبارزه موږ ته ځکه مهمه ده چې د افغانستان امنیت ټینګ شي، د هغوی پر وړاندې مبارزه هم شوې او اوس کوم ګواښ نشته.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکي عبدالحی قانت و ویل: « ملګري ملتونه که دا ادعاوې لري نو شواهد دې له اسلامي امارت سره شریک کړي، له رسنیو سره دې شریک کړي یا دې له خپلو رسنیو شره شریک کړي.»

له تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې، طالبانو تل ویلي چې افغان خاوره د ټولو هېوادونو پر وړاندې خوندي ده او تر اوسه د نورو هېوادونو پر وړاندې، د هیڅ یوې ډلې له لوري په افغان خاوره کې فعالیت نه دی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه