Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت د بهرنیو ډلو شتون په اړه د م.م راپور بې‌بنسټه وباله

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه راپور بې‌بنسټه وباله چې ګواکې په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون او فعالیت لري.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې همداراز زیاته شوې، اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې وکارول شي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارونکې ډلې په یوه خپور شوي راپور کې ادعا کړې وه چې القاعده او داعش ډلې په افغانستان کې حضور او فعالیتونه لري.

د ‌دې راپور په یوې برخه کې لیکل شوي وو: «طالبان لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري. القاعده خپله بریا نمانځي او له هبت‌الله سره یې خپل بیعت بیا تازه کړی دی.»

خو بهرنیو چارو وزارت په تازه خپره شوې اعلامیه کې دا څرګندوې بې‌بنسټه بللي او زیاته کړې یې ده: «د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره نړۍ او سیمې ته له افغانستانه د هر ډول ضرر پېښېدو مخه نیول شوې او د افغانستان حکومت له تېرو نهو میاشتو راهیسي هڅه کړې چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښه اعتماد فضاء رامنځ‌ته کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت په‌دې اعلامیه کې همداراز له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې چې په‌دې سازمان کې دې د افغانستان دایمي استازولۍ د افغانستان اوسني حکومت ته وسپارل شي، څو له همدې لارې اړوندو ادارو ته مخامخ حقایق وړاندې کړي.

بهرنیو چارو وزارت دا غبرګون داسې مهال څرګندوي چې د ملګرو ملتونو سازمان خپور شوي راپور کې همداراز ادعا شوې وه چې القاعده اوس‌مهال له ۱۸۰ تر ۴۰۰ جنګیالي لري او دغه جنګیالي هم د هند، بنګله دېش، میانمار او پاکستان دي چې د افغانستان په غزني، هلمند، کندهار، نیمروز، زابل او پکتیکا کې فعالیتونه لري.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني وايي: «اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او له تېرو نهو میاشتو راهیسي یې هڅه کړې چې له افغانستانه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د هر ډول زیان مخه ونیسي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د باور فضاء رامنځ‌ته کړي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارونکې ډلې په یوه خپور شوي راپور کې ادعا کړې وه چې القاعده او داعش ډلې په افغانستان کې حضور او فعالیتونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه