Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل او ننګرهار کې چاودنو پنځه تنه ټپیان کړل

کابل او ننګرهار کې چاودنو پنځه تنه چې څلور یې سیمه ییز پولیس دي ټپیان کړل.

د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز مسوولین نن(دوشنبې د مرغومې په ۱۵مه نېټه) د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې  اړونده سیمه کې د چپرهار ولسوالۍ د سیمه‌ییزو  پوليسو پر موټر چاودنه تاییدوي او وايي چې د پېښې له ځايه څلور ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

مخکې له دې ننګرهار کې يوې امنیتي سرچینې ویلي و چې له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږ هم اورېدل شوی دی.

په همدې حال کې نن سهار کابل کې د امنیتي ځواکونو پر موټر چاودنې یو کس ټپي کړ.

د کابل پولیس پېښه تاییدوي او وايي چې چاودنه د کابل اتمې ناحیې په کارته نو سیمه کې شوې ده.

د دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

شریک یي کړئ