Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرې یوې میاشت کې نښتو ۱۸ زره کورنۍ بې ځایه کړي

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پربنسټ، په یوې وروستۍ میاشت کې هېواد کې ۱۸ زره کورنۍ د جګړې په پایله کې بې ځایه شوې دي.

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې په یوه وروستي کال کې په هېواد کې د تاوتریخوالیو په پایله کې ۴۵ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.

بغلان، هرات، فراه، غور او ارزګان هغه ولایتونه دي چې په وروستۍ یوې میاشتې کې یې ډېر بې ځایه شوي لرلي دي.

 طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي اندېښمن دي چې د دغو جګړو له دوام سره دغو بې ځایه شویو او همدارنګه د طبیعي پېښو له بې ځایه شویو کسانو ته د مرستې رسېدنې چاره له ستونزې سره مخ شي. 

د پېښو پر وړاندې د چمتوالي په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وویل:«که چېرې وضعیت ماتېدونکی شي او داخلي جګړې دوام پیدا کړي، د مرستې رسونې بهیر له ستونزو سره مخ کوي.»
 
له دې ډلې د کندوز ښار په شاوخوا او د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د وروستیو څو ورځو جګړو یو ځل بیا ګڼې کورنۍ بې ځایه کړي دي.

بې ځایه شوي له ښکېلو لوریو غواړي چې له جګړې لاس واخلي:«هغه ته یې هم عذر کوو او ده ته یې هم عذر کوو چې اې وروره نور جنګ مه کوئ! موږ پرېږدئ چې د خپل لاس له ټناکو سره یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړو. تر کله د هغه تر دروازې ولاړشو، او د ده دروازې ته ولاړ شو؟ نور نو بس دی د خدای په پار بس دی!»
 
د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي هم وايي:«د خان اباد له بندره، ولسوالۍ بې ځایه شوي دي او په خراب وضعیت کې ژوند کوي.»

له دې منځه شاوخوا شل بې ځایه شوې کورنۍ چې شمېر یې سلو تنو ته رسېږي؛ د لنډمهال لپاره د کندوز ښار په یوه ښوونځي اوسي.
 
د کندوز د جګړو له امله بې ځایه شوی وايي:«زه په خپله د جګړې په پایله کې معیوبه شوی یم او نور نه غواړم چې څوک معیوب، یتیم او یا هم کونډه شي!»

خو د کندوز والي عبدالستار میرزکوال د کندوز د جګړو له امله په دغه ولایت کې کابو ۱۱ زره کورنۍ د بې ځایه شوې دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د سږکال په ژمي کې د جګړو له امله د پنځه ویشت زره کورنیو د بې ځایه کېدو احتمال شته او د دغو کورنیو پر اړتیاوو د غور څرنګوالی په پام کې نیولی دی.

دا وزارت د یو سلو شپاړس زره هغو کورنیو پر ستونزو د غور لپاره هم د چمتووالي خبره کوي چې احتمال لري؛ په سږني ژمي کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شي.
 
شریک یي کړئ