Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د سویلي اسیا هېوادونو په منځ کې تر ټولو ډېر کورني بې‌ځایه شوي لري

د ناروې د پناه غوښتنې شورا د یوه تازه راپور له مخې، افغانستان له ۲۰۱۳ د ۲۰۲۲ کال تر پایه د څه باندې څلور مېلیونه کورنيو بې‌ځایه شویو کسانو سره په سویلي اسیا کې لومړی ځای درلود.

د دغه راپور پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې ۷۱٫۱ مېلیون کسان په خپلو هېوادونو کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د سویلي اسیا د بې‌ځایه شویو په تړاو د ناورې کمېټې د راپور په یوې برخه کې راغلي: «د جګړو او تاوتریخوالي له کبله په افغانستان کې ۴۳۹۴۰۰۰ کسان، د طبیعي پېښو له امله ۲۱۶۴۰۰۰ کسان، په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله ۲۱۰۰۰ کسان، د طبیعي پېښو له کبله ۱۰۲۵۰۰۰ کسان، په هند کې د تاوتریخوالي له کبله ۶۳۱۰۰۰ کسان، د طبیعي پېښو له کبله ۲۲۰۰۰ کسان، په بګله‌دېش کې د تاوتریخوالي له کبله ۴۲۷۰۰۰ کسان، د طبیعي پېښو له کبله ۸۶۰۰ کسان او په نیپال کې د طبیعي پېښو له کبله ۵۸۰۰۰ کسان بې‌ځایه شوي دي.»

ورته مهال د هلمند د جګړو له امله یوه بې‌ځایه شوې ښځه ماه ګل چې د خپلې کورنۍ یوولس غړي یې په جګړو او تاوتریخوالو کې وژل شوي وايي، له ۱۵ کلونو راهیسې په کابل کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

بې‌ځایه شوې ماه گل وايي: «زما د کورنۍ یوولس غړي شهیدان شوي، د مجبورۍ له کبله مې دلته اړولي دي، نه له موږ سره چا مرسته کړې، نه ځمکه لرو او نه ځای.»

بل‌خوا، یو شمېر نور بې‌ځایه  شوي له اسلامي امارته او بهرنیو بنسټونو غواړي چې د دوی وضعیت ته پاملرنه وکړي.

د هلمند یو بې‌ځایه شوی خواجه محمد وايي: «له اسلامي امارته مو دا هیله ده چې دلته په کابل کې کوم سلګونه او زرګونه بې‌ځمکې خلک دي، هغوی ته دې د کور یا کرنیزې ځمکې ورکړي چې خواري او غریبي وکړي.»

د روزګان یو بې‌ځایه عبدالشکور په‌دې اړه وايي: «په‌دې هېواد کې ډېر خلک بې‌وزله دي، لومړی خپله د ماښام د ډوډۍ د پېرلو توان نه‌لرو، باید له موږ سره مرسته وشي.»

د دغه راپور یوه برخه ښيي چې یوازې په ۲۰۲۲ زېزدیز کال کې ۳۲ زره  تنه د تاوتریخوالو او نښتو له امله او ۲۲ زره تنه نور د طبیعي افتونو له امله بې‌ځایه شوي دي.

خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ګڼ کورني بې‌ځایه شوي خپلو ولایتونو ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالرحمن راشد وايي: «لکه څنګه چې تاسو په جریان کې یاست په هېواد کې دننه د اسلامي امارت له راتګ وړاندې جنګ-جګړې وې، ډېر خلک په مرکز او ولایتونو کې بې‌ځایه شول، خو الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ټیګ شو او هر یو هڅه کوي چې خپلو مینو ته ستانه شي.»

د دغه راپور له مخې، اوکرایین په څه باندې شپږ مېلیونه کورنیو بې‌ځایه شویو سره د نړۍ په کچه تر ټولو ډير داخلي بې‌ځایه شوي لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه