Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې کورنیو بې ځایه شویو ته د بېرته ستنېدو دوه میاشتنۍ ضرب الاجل

په پلازمېنه کې ځینو کورنیو بې ځایه شوي وايي چې اسلامي امارت دوی ته د روان کال تر کب میاشتې وخت ورکړی څو خپلو ولایتونو ته ستانه شي.

خو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت خپلو ولایتونو ته ددغو په کوردننه بې ځایه شویو د ستنولو او مرستې لپاره له هڅو ډاډ ورکوي.

کابل کې مېشت دغه بې ځایه شوي وایي چې ژوند یې په سختی تېریږي او د وروستیو لسیزو جګړو له امله له لغمان کابل ته راکډه شوي دي.

بې ځایه شوي هودخېل و ویل: « د سون لرګي نه لرم، خوراکي توکي نه لرم، غوړي نه لرم، هېڅ هم نه لروم. ستونزې مې ډیرې دي او اوس راته وایي چې کډه وکړی، زه چیرته لاړ شم، ځمکه او کور نه لرم نو چیرته به لاړ شم.»

اخوا، ځینې نور بې ځایه شوي وايي، اسلامي امارت ورته خپلو ولایتونو ته د بېرته تللو لپاره دوه میاشتې فرصت ورکړی دی.

دوی زیاتوي چې خپلو ولایتونو ته د بېرته ګرځېدو لپاره مالي وس نه لري.

بې ځایه شوې شکریې طلوع نیوز ته و ویل: « نه راسره مرسته شوې او نه چا څه راکړي دي، ژمۍ دې ژوند مو سخت دی، اوبه په پیسې اخلو، ډوډۍ په پیسو اخلو او اوس راته وایي چې له دغه ځایه لاړ شو، موږ به چیرته لاړ شو؟»

بلې بې ځایه شوي زیستان و ویل: « ایران مې نه پریږدي، پاکستان مې نه پریږدي نو موږ به چیرته لاړ شو، دا مې خاوره ده. که نه کیږي تیل دې راوړي یا دې بولډوزرې راولې او پر ما دې راچپه کړي.»

خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین وايي، کابل ښارولۍ د ښار د ځینو سیمو د بیارغونې لپاره هغه ځایونه هم په پام کې نیولي چې بې ځایه شوي پکې اوسي نو ځکه یې هغوی غوښتي چې بېرته خپلو ولایتونو ته ولاړ شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد داسې و ویل: « کابل ښاروالۍ او کور او ښار جوړونې وزارت د بیارغونې کارونه پیل کړي دي او غواړي چې ماسټر پلان پلی کړي. بې ځایه شوي معمولا په خپله خوښه ستنیږي او موږ دوی ته په ولایتونو کې ځایونه جوړ کړي دي.»

تر دې مخکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې په هېواد کې درې میلیونه بې ځایه شوي شته چې له منځه یې یو میلیون بېرته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه