Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز د هوايي برید د قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

هغه کورنۍ چې خپل ۱۸ غړي یې په نیمروز ولایت کې د هوايي برید په پایله کې له لاسه ورکړي دي عدالت غواړي.

د دغې کورنۍ ځينې غړي چې له هوايي بریده ژغورل شوي دي خو ټپيان دي حکومت او طالبانو د ولسي وګړو په قصدي وژنه تورن وي.

احمد له خپل یوه ورور سره د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د دوی پر کور له هوايي بریده ژوندي پاتې دي او دلته په نیمروز کې تر درملنې لاندې دي. احمد چې په دې برید کې یې د کورنۍ اتلس غړي وژل شوي دي د عدالت غوښتنه کوي. 

د قربانیانو د کورنۍ غړی احمد وايي:«موږ عدالت غواړو. موږ بې ګناه خلک یوو.»

د قربانیانو د کورنۍ بل غړی محمد عوض هم وویل:«له هغوی دې وپوښتل شي. بې ګناه خلک وژل شوي دي.»

د نیمروز ولایتي شورا پر هغه څه چې په هوایي بریدونو کې یې د امنیتي ځواکونو نه ځېرکتیا بولي نیوکه کوي.
 
د نیمروز د ولایتي شورا غړی نعمت الله صدیقي څرګندوي:«هغو خلکو خپل مړي راوړل چې نړیوالو ته وښيي چې دلته ماشومان وژل شوي ښځې او سپین ږیري وژل شوي دي.»

د هرات د ولایتي شوار غړی محمد سردار بهادري هم زیاتوي:«زموږ ډېری هوايي بریدونه په څرګنده توګه مشخص نه دي سم کورډيناټ نه ورکول کېږي.»

د هېواد په لوېدیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په روان لمریز کال کې په دې زون کې په جګړو کې ۳۵۰ تنه ملکیان وژل شوي دي.
 
په هرات کې د بشري حقونو د سیمه ییز کمېسیون د څارنې برخې مسوول محمد ذکي نوروزی وویل:«هغه شمېرې چې موږ رارسېږي د دغو پېښو عاملین د جګړې لوري دي چې طالبان او دولتي ځواکونه په کې شاملېږي او د دغه یو ستر شمېر هغه کسان دي چې نامعلوم دي.»

خو ملي دفاع وزارت وایي چې د نیمروز په هوایي برید کې د نهو پاکستانیانو په ګډون ۱۴ تنه طالبان وژل شوي دي. دا وزارت وایي چې په دې برید کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا څېړي. 
 
په نیمروز کې ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل له غبرګونونو سره مخ شوي دي، په کابل کې د فرانسې سفارت په یوې اعلامیه کې د دې پېښې د جدي څېړنې او د  قربانیانو لپاره د عدالت د تامین غوښتنه کړې ده. دغه سفارت ویلي دي چې فرانسه له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې د افغانستان ترڅنګ ده، خو ولسي وګړي باید خوندي وي.

شریک یي کړئ