د مزارشریف ښار پنځمه حوزه کې د پوځ پر موټر د وسله وال برید پایله کې دوو ښځينه سرتېرو ژوند بایللی او دوې نورې ټپیانې دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي پېښه نن سهار (سې شنبې د مرغومې په ۲۳مه نېټه) شوې او له کبله یې د یادو سرتېرو موټرچلونکی هم ټپي شوی دی.
د یادې قول اردو ویاند، محمدحنیف رضايي څرګندوي، پېښه په داسې حال کې شوې چې د قرباني سرتېرو موټر د قول اردو په لور روان و.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه