Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'مذاکراتو کې له پرمختګ مخکې لومړی د جګړې مشروعیت په اړه خبرې وشي'

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصور وايي چې د دغه پلاوي غړو پرېکړه کړې ده چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو په دویم پړاو کې له پرمختګ مخکې، لومړی باید په افغانستان کې د جګړې د مشروعیت په هکله خبرې اترې وشي.

ښاغلي منصور د دوشنبې په ورځ (د مرغومې په ۲۹مه) له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې اړتیا ده لومړی د دین پر بنسټ د جګړې او سولې بحث روښانه شي او وروسته بیا پر نورو موضوعګانو بحثونه وکړو.

هغه ټینګار کوي تر هغې چې دغه موضوع روښانه نه شي، د سولې مذاکرات به کومې پایلې ته ونه رسېږي.

د تخنیکي ډلې د غونډو په ترسراوي کې ځنډ

په داسې حال کې چې په قطر کې د د دواړو مرکچي پلاویو د مشرانو له لیدو یوه ورځ وروسته تمه کېده چې نن به مذاکرات پیل شي، خو د شپږمې ورځې لپاره په پرله پسې توګه د دواړو لوریو د پلاویو تخنیکي ډلو کومه غونډه نه ده لرلې.

تېره ورځ ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو په لیدنه کې د مذاکراتو پر دوام او د دغو مذاکراتو د اجنډا د توحید په هکله خبرې اترې وکړې.

د مذاکرات د دویم پړاو له پېلېدو لس ورځې تېرېږي، خو د دواړو لوریو د مذاکراتو د اجنډا د توحید لپاره یوازې درې غونډې کړي دي.

د دغه بهیر پڅوالی د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رییس له غبرګون سره مخ شوی دی او له دواړو لوریو غواړي چې پایلې ته د دغه بهیر د رسېدو لپاره خپل کارونه چټک کړي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«زموږ پلاوی چمتو دی د هر ډول موضوع په هکله چې د مقابل لوري له خوا مطرح شي مذاکره وکړي، دا پلاوی د مذاکراتو د اجنډا په هکله انعطاف منوونکی او پرېکړه کوونکی دی. زموږ پلاوی په دغو مذاکراتو کې د افغانستان د خلکو یوه مهمه غوښتنه چې د تاوتریخوالي د پام وړ کموالی او د ټول ګډونه اوربند تامین دی ټینکار وکړي.»

بل خوا عبدالله عبدالله د دوشنبې پر ورځ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د مذاکراتو د دویم پړاو په تړاو خبرې وکړې او دواړو لوریو په دغو مذاکراتو کې د تاو تریخوالي کموالی او اوربند مهم وباله.

ښاغلي منصور له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې اړتیا ده لومړی د دین پر بنسټ د جګړې او سولې بحث روښانه شي او وروسته بیا پر نورو موضوعګانو بحثونه وکړو.

شریک یي کړئ