ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې نن سې شنبې (د مرغومې په ۳۰مه) خپره کړې وايي چې په کندوز ولایت کې تېره شپه له طالبانو سره په نښته کې څلور تنه دفاعي ځواکونه او ۱۵ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «په دغو نښتو کې ۱۲ تنه طالب جنیګالي ټپيان شوي دي.»
بلخوا سرچینې وايي چې د طالبانو یوې ډلې تېره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په بیست و پنج او دارالمعلمین سیمه کې برید وکړ چې ۱۲ تنه د ملي پوځ ځواکونه او څلور هم د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
بلخوا سرچینې زیاتوي چې د دغه ولایت په باع شرکت سیمه کې د ملي پوځ پر یوې پوستې د طالبانو په یوه بل برید کې د ملي پوځ اته تنه ځواکونه وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.
بل پلو طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.