د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر، جوبایډن حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر، انتوني لینکن وايي چې له طالبانو سره به د دغه هېواد د سولې هوکړه و ارزوي.
ښاغلي بلینکن د امریکا سنا کې زیاته کړې چې د جوبایډن حکومت غواړي په اصطلاح "افغانستان کې ابدي جګړه" پایته ورسوي او امریکايي سرتېري کورته ستانه کړي.
د هغه په وینا سره له دې د جوبایډن حکومت به د ترهګرۍ بیا راتګ سره د مبارزې لپاره ـ هغه موخه چې امریکايي سرتېري افغانستان ته تللي، تر یوه حده ظرفیتونه وساتي.
ښاغلي بلینکن څرګنده کړې ده:«موږ افغانستان کې ډېرې ریشتینې ستونزې لرو، لومړۍ دا چې بلې موږ غواړو په اصطلاح تلپاتې جګړه پایته ورسوو، خپل سرتېري کورته ستانه کړو، موږ غواړو چې ځیني ظرفیتونه چې د ترهګرۍ بیا راتګ سره مبارزه وکړي، وساتو، او دا زموږ لپاره یو لومړيتوب دی.»
د دغه امریکايي ډپلوماټ په وینا باید په دقیقه توګه وڅېړل شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر څه خبرې شوې، ځکه هغه لا هم د جزییاتو په تړاو مالومات نلري.
د ښاغلي بلینکن په وینا:«موږ بایه په دقیقه توګه وڅېړو چې د څه په تړاو مذاکره شوې ده. زه تر اوسه په جزییاتو نه یم خبر، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ هوکړه څېړم تر څو وګورم چې کومې ژمنې د طالبانو لخوا شوې دي او یا نه دي شوي، دا چې د افغانستان سره حکومت سره مذاکرات کوم ځای ته رسېدلي دي. زه فکر نه کوم چې د طالبانو او افغان حکومت هر ډول مذاکرات به پایله ولري پرته له دې چې د ښځو او نجونو د تېرو ۱۸ کالو لاسته راوړنې وساتل شي. موږ غواړو چې د لاسته راوړنو ساتلو په تړاو ډاډ ترلاسه کړو.»
د سنا غونډه کې امریکايي سناتور، جېن شاهین هم ویلي د افغانستان راتلونکي حکومت کې د ښځو ونډې په تړاو کوم تضمین نه دی اخیستل شوی.
په همدې حال کې د امریکا دفاع وزارت ته نوماند، لیود استین ویلي:«موږ غواړو داسې افغانستان وګورو چې راتلونکې کې امریکا ته ګواښ رامنځته نکړي. نو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پام به هم ګټور وي.»
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په فبروري میاشت کې په دوحه کې لاسلیک شوه.