Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بغلان - کندوز پر لویه لار د طالبانو د ولکې پر زیاتوالي اندېښنې

د بغلان- کندز او بغلان مزارشریف پر لویه لاره د طالبانو د فعالیتونو ډېرېدو په بغلان کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

 دا لویه لاره نږدې لس شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له پلازمېنې سره نښلوي.

 د بغلان ولایتي شورا وایي چې دغه وضعیت پلخمري ښار په یو ډول تر محاصرې لاندې راوستی دی.
 
د بغلان د ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني وویل:«د دویمې حوزې له دویمې پیل تر مرکزي بغلان پورې د دښمن په واک کې دي، د طالبانو په واکا کې دي؛ تلاشۍ یې جوړې کړې دي. په همدې ډول د چشمه شېر په اوږدو کې هم تاسې وینئ په کله اخاذۍ دوام لري.»

هغه موټر چلوونکي چې د بغلان پر غځېدلو لارو تګ راتګ کوي وایي چې له دغو لارو د تېرېدو پرمهال طالبانو ته پېسې ورکوي.
 
موټر چلوونکی وايي:«موږ وریجې بار کړې دي او له تخاره د مزار په لور ځوو. په لار کې یې موږ ته دا پارچه راکړه چې له موږ څخه یې ۳۷۰۰ افغانۍ واخیستې.»
 
موټر چلوونکی شیرزوی هم زیاتوي:«له شېر خان بندر څخه راغلی یم او سمنټ مې بار کړي دي مزار ته یې وړم. په لار کې ما ته یې پارچه راکړه تل راکوي او بیا یې هم راکوي.»

د پلخمري ښار اوسېدونکي وایي چې د دغه ښار شاوخوا ته د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې زیاتې شوې دي.
 
د پلخمري ښار اوسېدونکی توریالی وویل:«دلته په کور کې، تور سرې، هره شپه مرمرۍ لګېږي او موږ نور په تنګ شوي یوو. دا څه ډول دولت دی؟»
 
د پلخمري ښار اوسېدونکی سمیع ‌الله هم وايي:«پرې دېږدي چې خلک په هوسانۍ سره ژوند وکړي! همدا اوس په دغه کلي کې داسې خلک شته چې د خپلې شپې او سبا ډوډۍ نه لري.»

په دغه راز وضعیت کې د بغلان امنیه قومندان د دغه ولایت په ټولو برخو کې د افغان ځواکونو  پر بشپړ حضور ټینکار کوي.

د بغلان امنیه قومندان ویس صمیمي څرګندوي:«دوی هره شېبه هڅه کړې ده چې یو ځای ته په خپله ګټه سقوط ورکړي؛ یوه لوېش ځای هم د دوی په لاس کې نشته.»

تېره اوونۍ په بغلان کې کمانډو ځواکونو وویل چې د عملیاتو په لړ کې د بغلان - مرازشریف د لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو د تلاشۍ پوستې له منځه وړل شوې دي.

د بغلان - کندز او بغلان - مزار شریف لویه لار له میاشتو راهېسې د نا امنیو شاهده ده او افغان ځواکونو او طالبانو په ځلونو په دې لار له یوبل سره نښتې کړې دي. 

شریک یي کړئ