د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې موټر بم چاودنې د عامه نظم اته تنه ځواکونه یې وژلي دي.
د ننګرهار والي په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه چاودنه، نن سهار د شېرزاد ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې، له یوه هاموې موټر څخه په استفادې شوې ده.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواری طلوع نیوز ته وايي چې دغې چاودنه کې ۱۴ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی او ادعا یې کړې ده چې په دغه ځانمرګی برید کې، امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.