Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندوز - بغلان د لویې لارې امنیت ته د حکومت پر نه پاملرنې نیوکې

د بغلان اوسېدونکي د پلخمري - کندوز او پلخمري - مزار لویې لارې د امنیت د ټينګښت په برخه کې د حکومت پر بې پروایۍ نیوکه کوي.

د هغوی به وینا، طالبان پر دغو لویو لارو کې د دولتي ځواکونو د پوستو په څو سوه مټرۍ کې تلاشۍ جوړې کړې دي او څوک یې مخه نه نیسي.

د بغلان اوسېدونکی شېر محمد وویل:«دلته له دو سرکې کوز، او دلته د کیله ګۍ دښته هم، دواړه لوري طالبانو نیولي دي. پل خمري ښار د طالبانو به کلابندۍ کې دی.»

د بغلان بل اوسېدونکی امیر هم وايي:«دې خوا هم بېس دی او هاخوا هم، په منځ کې طالبانو ګمرک جوړ کړی او موټر دروي.»

ملي دفاع وزارت د پل خمري ښار د شاوخوا په لویو لارو کې د عملیاتو پر دوام او ګزمو ټینګار کوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«د دغو لارو په اوږدو کې د طالبانو د اخاذیو ځایونه له منځه وړل شوی دي. امنیتي ځواکونه به طالبانو پرې نه ږدي چې د لویو لارو په اوږدو کې خلکو ته زیان ورسوي.»

د بغلان د ولایتي شورا غړی سمیع الدین ناظر هم څرګندوي:«دغه ګواښونه او ناامنۍ هره ورځ د بغلان ولایت په درې خپلواکه لویو لارو کې، لومړۍ، دویم او درېیم نمبر لویو لارو کې  دوام لري.» 

د بغلان - کندوز او بغلان - مزار لویې لارې له میاشتو راهیسې د ناامنیو شاهدې وې؛ که څه هم دوه اوونۍ مخکې، په بغلان ولایت کومانډويي ځواکونو وویل چې د بغلان - مزار لویې لارې په اوږدو کې یې د طالبانو د تلاشۍ ځایونه له منځه وړي دي؛ خو له څو ورځو وروسته، خلکو وویل چې طالبان بیا پر دغې لویې لارې کې حضور پیدا کړی دی.

شریک یي کړئ