Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فایق: د طالبانو له خوا توغول شویو هاوانونو له امله ۲ تنه وژل شوي

د فاریاب والي نقیب الله فایق نن یکشنبې (د سلواغې په ۱۲مه) وايي چې د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د توغول شویو هاوانونو په پایله کې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاتوي چې دغه توغندي نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې د المار پر بازار لګېدلي دي.

طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه نوي رپوټ کې چې تېره اوونۍ خپور شو راغلي دي چې په تېر زیږدیز کال کې په افغانستان کې ۲ زره او ۹۵۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۵ زره او ۵۳۲ تنه نور پټيان شوي دي.

په دغه رپوټ کې په ۲۰۲۰ز کال کې د افغانستان په جګړو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د ۲۰۱۹ز کال په پرتله ۲۱ سلنه کم ښودل شوی دی.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېر کال کې په منځنۍ کچه په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان شوي دي.

دغه کمېسیون د ۴۵۶۷ پېښو عاملین طالبان، د ۲۱۰۷ پېښو عاملین ناپېژندې ډلې او د ۱۱۸۸ پېښو عاملین دولتي ځواکونه بللي دي؛ خو طالبانو بیا دغه راپور رد کړی دی.
په ۲۰۲۰ کال کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شاوخوا ۵۰ سلنه یعنې څه باندې ۴۷۰۰ کسانو ته په موخه ییزو بریدونو او بېلابېلو ماین چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې ولسي وګړو ته ډېری مرګ ژوبله د ډېرو پېچلو ځانمرګو او موټر بم بریدونو له امله اوښتې وه؛ خو په ۲۰۲۰ کال کې بیا ډېری مرګ ژوبله په موخه ییزو او بېلابېلو ماین چاودنو کې اوښتې او تر ټولو وېرونکې مسله دا ده چې، د دغه ډول بریدونو مسوولیت هېڅ یوې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د افاریاب والي وايي چې د هاوان دغه دوه دانې مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې دي.

شریک یي کړئ