د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن (دوشنبه د غبرګولي په ۳۱مه) وویل چې میمنې ښار ته نور ځواکونه وررسېدلي، چې له لاسه وتلې سیمې بېرته راوګرځوي.
د یورش په وینا د فاریاب-بلخ لاره کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته هم شوې چې ۴ طالبان په کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د فاریاب پولیس وايي، پښتونکوټ کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۷ تنه طالبان نیول شوي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.