Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما د افغانستان بندخونو کې د شکنجو درولو غوښتنه کوي

یوناما د افغانستان زندانونو کې د شکنجو په تړاو خپل تازه راپور کې وايي چې لا هم بندخونو کې بندیان زورول کیږي.

دغه دراپور چې نن(چهارشنبې د سلواغې په ۱۵مه نېټه) خپور شوی دی په کې راغلي دي د شکنجې تورونه په لوړه کچه شتون لري، بندیانو سره قانوني چلند ته پام نه کېږی.

د افغانستان حکومت لخوا د پام وړ پرمختګ او هڅو سره سره، دا لاهم یوه جدي اندیښنه ده چې د ټولو مرکه شویو څه باندې ۳۰ په سلو کې د ځورونو او ناسم چلند ډاډمن او باوري رپوټونه ورکړیدي.

یوناما راپور کې کاږي، شکنجه کول او ناسم چلند چې د دواړو د افغانستان او نړیوال قانون پر بنسټ منع شوي دي، د افغانستان د حکومتي ادارو په تاسیساتو کې دوام لري، که څه هم یوناما د تیرې نظارت دورې په پرتله په تورونو کې درې سلنه کمښت ثبت کړی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، دیبرا لاینز ویلي دي:"‎شکنجه هیڅکله توجیه کیدلی نشي. دا د قربانیانو، د هغوی د کورنیو او ټولنې لپاره دوامداره پایلې لري."

نوموړې زیاته کړه ده:"زه د حکومت د یوشمیر وزارتونو او بنسټونو هڅې تاییدوم، مګر دې کار ته د پای ټکي ایښودو لپاره نور ډیر څه باید ترسره شي. په ځانګړي ډول، مرتکبین باید مسؤل وګڼل شي. دا به د قانون په حاکمیت باور زیات کړي او کیدای شي د سولې په راوستولو کې مرسته کوونکی لامل واوسي."

رپورټ د ملګرو ملتونو لخوا له هغو افرادو سره د چلند په اړه د نظارت د موندنو لنډیز وړاندې کوي چې د امنیت یا تروریزم اړوند تورونو پر اساس د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۰ کال د مارچ د ۳۱ مې تر منځ له آزادۍ څخه بې برخې شوي دي، کله چې د ملګرو ملتونو لخوا په فزیکي توګه له توقیف خونو څخه لیدنې د کوید ۱۹ له امله وځنډول شوې.

دا رپورټ د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۶۳ توقیف ځایونو کې له ۶۵۶ توقیف شوو کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ دی، چې پکې ۵۶۵ نارینه، ۶ میرمنې، ۸۲ هلکان او ۳ نجونې شاملې دي. 

د طالبانو او نورو دولت ضد عناصرو تاسیساتو ته د نه لاسرسي له امله، رپورټ یوازې حکومتي تاسیساتو ته کتنه کړې. 

راپور وړاندې کاږي د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا ۳۰.۳ سلنه دشکنجې او ناسم چلند پیښو باوري تورونه ثبت شوي دي چې د  ۲۰۱۷- ۲۰۱۸ کلونو د ۳۱.۹ سلنې څخه یې کچه ټیټه ده.

افغان ملي پولیسو په توقیف ځایونو کې د شکنجې تورونه ۲۷.۲ سلنه ثبت شوي دي، چې د تیرو ۳۱.۲ سلنه ثبت څخه کموالی په ګوته کوي.

یوناما په خپاره شوي راپور کې همداراز ویلي دي د ملي امنیت ریاست په توقیف ځایونو کې د شکنجې تورونه له ۱۹.۴ څخه ۱۶ سلنه یاد داشت شوي دي.

شریک یي کړئ