د کورنیو چارو وزارت وايي چې د میدان وردګو د امنیه قومندان، الله داد فدايي دنده ځنډول شوې ده.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې نوموړی بهسودو کې د وروستیو نښتو کبله څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه پرېکړه د هر هراړخیزې څېړنو له مخې شوې ده.
د یاد وزارت د موندنو له مخې بهسودو پېښه کې چې د سلواغې په لسمه وشوه ۱۱ کسانو ژوند بایللی دی، او د پېښې قربانیان د پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول کې او کورنیو سره یې اړینې مرستې کېږي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بهسودو ولسوالۍ لومړۍ حصې اداري واحدونه بیا فعال شوي دي.