د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وايي پېښه نن سهار (پنجشنبې د سلواغې په ۲۳مه نېټه) د چسپکي ماین چاودنې له کبله رامځته شوې ده.
د چارواکو په وینا چاودنه په دارګلۍ کلي کې د الماس په نامه د یوه ملکي کس پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چله کبله یې یاد کس وژل شوی او ورسره ملګری یې ټپي دی.
دوهم چاودنه د یاد ولایت بهسودو ولسوالۍ کې شوې چې پایله کې یې یوه کس ژوند بایللی او څلور نور ټپيان دي.
سیمه ییز چارواکي وايي د بهسودو ولسوالۍ رینګ روډ سیمه کې په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله یوه ملکي کس ژوند بایللی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.