ننګرهار کې ماین چاودنې د دوو ملکي کسانو ژوند واخیست او څلور یې ټپیان کړل.
امنیتي سرچینې وايي چاودنه نن(پنجشنبې د کب په ۲۸مه نېټه) د جلال اباد ښار پنځمې امنیتي حوزې سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په حواله چاودنه په داسې حال کې شوې چې د پوځیانو موټریز کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې و.
د سیمې اوسېدونکی، اصف وايي:« له چاودنې وروسته کله چې سیمې ته راغلو، یو کس په یوه کرولا موټر کې مړ شوی و او یو تن هم چې کراچۍ یې درلوده مړ شوی و.»
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې نن له غرمې مخکې هم د جلال اباد ښار کې چاودنې د ملي امنیت یو کارکوونکی ټپي کړ.