د روغې جوړي شورا مشر د ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي افغانستان کې د سپکاوي او ګواښ ژبه کارنده نه وه او خلک له سیاسي کسانو د دې ډول څرګندونو تمه نه لري.
ښاغلي عبدالله په ټینګار سره ویلي چې افغانستان سوله ییزو پيغامونو،آرام او دوه اړخیزه درناوي ته اړتیا لري.
ښاغلی عبدالله دا څرګندونې په کابل کې د ترکیې په سفارت کې د اسلامي همکاریو په سازمان کې د سفیر د کار د پایته رسېدو په غونډه کې کوي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«زموږ سیاسي مشرانو ته زما پيغام دا دی چې زموږ هېواد آرام بښوونکو او سوله ییزو پیغامونو او د متقابل درناوي پيغامونو ته اړتیا لري، په دې هېواد کې د سپکاوي او ګواښ ژپه کارنده نه وه او خلک هم دغه راز هیله نه لري.»
پرون د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې که حکومت د دغه ګوند بندیان خوشي نه کړي؛ پلویان به یې په مظاهرو لاس پورې کړي او ارګ به کلابند کړي:«که چېرې عقل مو سر ته رانه شي، ډاډه واوسې چې دا حرکت په دې به پای شي چې ستاسو تغر ټول کړل شي.»
د ښاغلي حکمتیار خبرو له حکومته بهر هم د سیاستوالو غبرګونونه راپارولي دي.
د شهید احمد شاه مسعود د بنسټ مسوول احمد ولي مسعود وايي:«د کرکې ادبیات، د سپکاوي ادبیات، د عقدې او د جګړې او کودتاه ادبیات یې بیا راژوندي کړل. او د افغانستان ټولو خلکو ته یې خپله توره ښکاره کړه او وې ویل چې زه یم رستم پهلوان. موږ خو ستا رستمي ونه لیده.»
د ښاغلي حکمتیار بر خبرو د ولسمشر غني د لومړي مرستیال له لوري هم نیوکې شوې دي او هغه یې سیاسي ټوکې بللې دي. د اسلامي جمعیت اجرایه رییس عطامحمد نور هم د ګلبدین حکمتیار د خبرو په غبرګون کې ویلي دي چې ښاغلی حکمتیار د حکومت له کرایي کور نه د نظام د ړنګولو خبره کوي او دا کار یې د خندا وړ بللی دی.