Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذبیح‌الله مجاهد: د ګلبدین حکمتیار عزت، وقار او حیثیت په خپل ځای دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو ځای د بدلېدو لامل د دغه ملکیت لانجمنتیا ګڼلې ده.

د اسلامي امارت ویاند ښاغلی حکمتیار یو جهادي شخصیت ګڼي او وایي چې هغه ته هېڅ ډول سپکاوی نه‌دی شوی او ځای یې خوندي دی.

که څه هم ښاغلی مجاهد د ښاغلي حکمتیار د نوي ځای په تړاو جزییات نه‌ورکوي؛ خو زیاتوي چې په دې تړاو تر پرېکړې وروسته په بل مناسب ځای کې ځای پرځای کېږي.
                                       
د اسلامي امارت ویاند طلوع‌نیوز ته وايي:«باید په یوه ډاډه ځای کې وي او لېږد هم ترسره شو. د حکمتیار صاحب عزت او وقار په خپل ځای دی او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.»

خو د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار دغې مسئلې ته توند غبرګون ښودلی او زیاتوي چې، د پلار ملکیت یې جنجالي او لانجمن نه‌و.
                                     
د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي:«په کار ده چې، حکتمیار صاحب ته درناوی وشي، نه‌یوازې د هغه ځای باید خوندي وي، بلکې د هغه مشروع نظریاتو ته چې د افغانستان د ملت خبرې هم ور پورې تړلي دي.»
                                       
د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر هم وویل:«سیاسي ګونده باید د خپلو غوښتنو په مطابق کار وکړي، نه د دولت له بودیجې سره. ښاغلي حکمتیار د دولت له بودیجې سره کار کاوه او په دولتي کور کې و چې، بېرته واخیستل شو.»

دا په داسې حال کې ده چې، تېر حکومت د حکمتیار او جمهوریت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ښاغلي حکمتیار ته د اوسېدو لپاره ملکیت ورکړل شوی وی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه