Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عدلیې وزارت نوي استوګنځي ته د حکمت‌یار د لېږد پخلی وکړ

د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي د دې پخلی کوي چې ګلبدین حکمت‌یار له مخکیني استوګنځي بل ځای ته لېږدول شوی دی.
  
ښاغلي شرعي چې په کابل کې د دیني عالمانو د لویې دورې د دستاربندۍ په پروګرام کې وینا کوله، زیاتوي، هغوی ښاغلي حکمت‌یار ته څو میاشتې فرصت ورکړی و چې خپل استوګنځی تخلیه کړي.

هغه ټينګار کوي چې جهادي څېرو ته درناوی کوي؛ خو زیاتوي هر هغه څوک چې په هېواد کې ژوند کوي باید د سرپرست حکومت قوانین ومني.

عبدالحکیم شرعي وویل:«موږ د حوت تر اخره پورې وخت ورکړی و، دا وخت چې کله راورسېد، نو بیا مشرانو دا وویل چې موږ ورته مناسب ځای برابر وو، تاسو لږه حوصله وکړئ، هغه ورته ځای تیار کړ، د دوی په خوښه باندې او ورته انتقال یې کړ، نو اوس ته دا احترام بولې که بې احترامي؟ که‌چېرې دا بې‌احترامي بولې نو د دې مطلب دا دی چې ته په احترام نه‌پوهېږئ.»

د عدلیې وزارت سرپرست وايي چې اوسنی نظام په قانوني تشه کې واقع‌ نه‌دی او د سرپرست حکومت ټول قوانین له قران، سنت او حنفي فقهې څخه اخیستل شوي دي.

عبدالحکیم شرعي همدارنګه څرګندوي چې په ځينو وزارتونو او ریاستونو کې قوانین د اسلامي امارت د مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده لخوا توشیح شوي او هیله ده چې په راتلوونکي کې دغه قوانین تر یوه قانون لاندې راټول کړای شي.

د عدلیې وزارت سرپرست وايي:«نه د قانون خلا شته، نه د قانون خلا وه، نه به د قانون خلا وي. که په دې باندې ته پوه وئ چې کتاب‌الله شته، سنت د رسول‌الله شته او دا اساس دی او بیا هم ته وایئ چې اساسي قانون نشته او تشه موجوده ده، یوځل دې پر دا خپل ایمان باندې تجدید نظر وکړه.»

ښاغلی شرعي وايي چې د هر بل وخت پرتله په تېر نظام کې ډېره ځمکه غصب شوې او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون هڅه کوي چې ټولې دولتي ځمکې په ګوته او بېرته یې راستنې کړي.

عبدالحکیم شرعي څرګنده کړه:«غصب شته، څومره غصب چې په تېره اداره کې شوی دی، دومره غصب د افغانستان په تاریخ کې نه‌دی شوی.»

په دغه پروګرام کې د عدلیې وزارت سرپرست د هغو ادعاګانو په تړاو چې ګواکې شخصي بندخونه لري، ردوي او ټينګار کوي ځينې کړۍ هڅه کوي چې د عامو خلکو په منځ کې اندېښنه رامنځته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه