امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر، لویډ اسټین د پنجشنبې په ورځ د ناتو د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل چې هېواد به یې له افغانستانه په بیړه او غیر منظمه توګه د سرتېرو ویستو بهیر عملي نکړي.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې ډپلوماتیکې حل لارې موندلو ته ژمنه ده.
ښاغلي اسټین همداراز ویلي چې امریکا اوس له طالبانو سره د هوکړې شرایط څېړي، څو روښانه شي چې د هوکړې دواړه لوري د هوکړې شرایطو ته ژمن وو او کنه؟
د امریکا دفاع وزیر دا روښانه کړې چې هغه د هوکړې څېړلو برخه کې د خپلو متحدینو سره مشوره کوي.
ښاغلي اسټین همداراز ټینګار کړی چې متحده ایالات په عراق کې د ناټو ماموریت ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده چېد ناټو دفاع وزیرانو د دوی دوه ورځنۍ غونډې کې په افغانستان کې د دغه تړون د سرتېرو پاتې کېدو او نه پاتې کېدو په تړاو وروستۍ پریکړه ونه کړه.
د غونډې په وروستۍ ورځ ، د ناټو عمومي منشي وویل چې افغانستان ډېرو ستونزو سره مخ دی او دغه هېواد کې تاوتریخوالی مخ په ډېریدو دی.
افغانستان کې د لویدیځ د دو لس ییزو پوځي مداخلې او ملیاردونو ډالرو لګښت وروسته، ناټو په احتمالي توګه د لاسته راوړنو له منځته تلو اندېښنه لري.
د رویټرز خبري ازانس د راپور له مخې په افغانستان په ځانګړي توګه په کابل کې د هدفي بریدونو زیاتوالي د متحده ایالاتو د کانګرس او بشري حقونو ډلو ځینې غړي هڅولي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو کې ځنډ راولي.