Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډاکټر خلیل رحمان نرم ګو مړی خاورو ته وسپارل شو

د ډاکټر او په بغلان کې د مشهور مدني فعال خلیل رحمان نرم ګو مړی نن چهارشنبې (د کب ۶مه) خاورو ته ورسپارل شو.
 
 رحمان نرمګو د سې شنبې په ماښام په دغه ولایت په مرکزي ولسوالۍ کې د ناپيژندو وسله والو له لوري ترور شو.

د دغه نوموتي ډاکټر خپل خپلوان او ملګري وايي، هغه له ډاکټرۍ سربېره، په کلتوري، مدني او رسنیزو برخو کې هم کاري تجربه درلوده او کله ناکله یې طنزونه هم لیکل.

د خلیل رحمان نرمګو زوی بکتاش وايي:«په دغه هېواد کې څلوېښت کاله جګړه وه. وطن یې پرې نه ښود او خلکو ته یې خدمت وکړ په هرې ولسوالۍ کې چې ټپي وو، ناروغ پیدا کېده هغې ولسوالۍ ته به ته.»

د دغه ډاکټر کورنۍ وايي، نوموړی چې، له ۴۰ کلونو راهیسې د ډاکټر او یوه فعال کس په توګه کار وکړ، کله ناکله د ناروغانو د درملنې لپاره آن د بغلان لرو ولسوالیو ته هم ځان رساوه.

د خلیل رحمان له خپلوانو ارش دوشیوال څرګندوي:«موږ نه پوهېږو چې دا د دولت له خوا دی یا د طالب له لوري. څوک دی؟ موږ له دولته هیله لرو چې د پېښې عاملان پیدا کړي.»
خلیل رحمان نرم ګو د بغلان روغتون د جراجۍ څانګې مسوول و.

د دغه پېژندل شوي ډاکټر خپلوان او دوستان وايي چې هغه د ډاکټرۍ ترڅنګ د فرهنګي او کلتوري، مدني او رسنیزو کارونو مخینه هم لرله
او کله ناکله یې طنز هم لیکه.

په بغلان کې خبریال حبیب رحمان شیرزی وايي:«د ده ټول افکار، کړنې باید ولیکل شي او په تاریخې ثبت شي.»

د بغلان والي محمد اکبر بارکزی هم څرګندوي:«له امنیتي، کشفي او استخباراتي بنسټونو څخه غوښتل شوي دي چې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي او هغې ته پاملرنه وکړي.»

طالبانو د خلیل رحمان نرم ګو په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېر پر بنسټ، په دې وروستیو میاشتو کې په موخه ییزو بریدونو کې ډېری ولسي وګړي په نښه شوي او یوازې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان څه باندې ۱۲۰۰ کسان په دغه ډول بریدونو کې وژل شوي دي.

د بغلان روغتون د جراحۍ څانګې مسوول خلیل رحمان نرمګو د سې شنبې په ماښام په دغه ولایت کې د ناپيژندو وسله والو له لوري ترور شو.

شریک یي کړئ