Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې په تړاو ناستې لپاره له سیاستوالو سره د غني لیدنې

ولسمشر محمد اشرف غني د څو ورځو راهیسې له یو شمېر سیاستوالو او د ځینو ګوندونو له مشرانو سره د سولې په تړاو د یوې غونډې جوړولو لپاره سلا مشورې پیل کړې دي.

له دغو لیدنو مالومات لرونکي کسان وايي، تر اوسه ولسمشر غني، له حامد کرزي، عبد رب الرسول سیاف، عبداله عبداله، محمد یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، سروردانش او محمد محقق سره د سولې بهیر په اړه د یوې لویې ناستې د جوړېدو په موخه خبرې کړې دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال په دې تړاو وايي:«د افغانستان ولسمشر توانيدلی چې د سولې بهیر په تړاو یوه سیاسي اجماع رامنځته کړي او دا سلا مشورې به د افغانستان له سیاستوالو سره دوام ولري او غواړو چې سیاسي اجماع بنسټيزه کړو.»

ارګ ته د سولې په اړه د ځینو سیاستوالو غوښتنه د ملي روغې جوړې د عالي شورا له غبرګون سره مخ شوې ده.

د ملي مصالحې د عالي شورا غړی، سید اسحاق ګېلاني د ولسمشر دا هڅې د یادې شورا د کمزورې کولو په موخه بولي:«ولسمشر غني غواړي چې د ملي مصالحې د عالي شورا هڅې کمزورې کړي او غواړي نړۍ ته ښکاره کړي که زه ونه اوسم نو د ملي مصالحې شورا هېڅ نشي کولی. غواړي اوايي زه یم چې سیاستوال زما چاپېر راټول شوي دي.»

د احمدشاه مسعود بنسټ مشر، احمد ولي مسعود زیاتوي:«دواړه لوري(د ملي مصالحې شورا او دولت) پروګرام نلري. نن یوه ژمنه کوي او سبا یې هېروي. کاش دواړو لورو د اصولو پر بنسټ د یوه پروګرام له مخې سره خبرې کړې وی، خو تر اوسه یې نه دي کړې.»

لا تر اوسه، د سولې په اړه غونډه کې چې ټاکل شوې د ولسمشر غني په محوریت سره جوړه شي، د ګډونوالو د ګوندي او قومي ترکیب په اړه مالومات نه دي خپاره شوي.

ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی، میرویس یاسیني څرګندوي:«د ولسمشر اصلي کار دا دی چې خلک غېږ کې ونیسي، اوس چې د هېواد د سیاستوالو لړۍ پیل شوې ده بد کار نه دی او دا یو ښه کار دی. هیله ده چې دا کار دوام پیدا کړي او پراخ شي چې د افغانستان خلک هم په کې راشي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ نه غواړي د هغو مشخصو موخو په اړه چې، ټاکل شوې ولسمشر غني یې په دې غونډه کې څرګند کړي، څه ووايي.

له ځینو سیاستوالو سره د ولسمشر غني له لیدنو مالومات لرونکي کسان وايي، ټاکل شوې د افغانستان د سولې په اړه یوه ناسته د ۱۵ تر شلو سیاستوالو او د ګوندونو د مشرانو په حضور سره په نږدې راتلونکې کې جوړه شي.

شریک یي کړئ