Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بادغیس له بالامرغاب څخه د امنیتي ځواکونو د یوه کنډک وتل

ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت له بالامرغاب ولسوالۍ څخه د ګډو ځواکونو یو کنډک بهر کړی دی.

دغه وزارت وايي چې په بالامرغاب کې د دغه کنډک شتون مهم نه و او د ستونزمنو لارو او پر وخت دغه کنډک ته د مرستو رسېدو لپاره د هوا نه مساعد والي له امله، دغه پوځي مرکز یوه مناسب ځای ته لېږدول شوی دی.

کابو ۳۰۰ د ملي پوځ، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو کابو دوه کاله په دغه کنډک کې چې د خالد پر کمپ مشهور دی د بالامرغاب ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو په کلابندۍ کې وو.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«د بادغیس ځايي چارواکي وايي چې د بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو کنډک د دغې ولسوالۍ پر امنیتي وضعیت چندان اغېز نه لرله. د بادغیس د والي په وینا، د لارو د تړولو په دغه کنډک کې مېشتو سرتېرو ته پر وخت د خوراکي توکو او د پوځي امکاناتو نه رسېدو له امله حکومت اړ شو چې دغه ځواکونه بل ځای ته ولېږدوي.»

امنیتي ځواکونو له وتلو مخکې، د دغه کنډک ټول امکانات او پوځي وسایط  سوځولي دي.
 
خو د بادغیس د ولایتي شورا یو شمېر غړي خبرداری ورکوي چې له بالامرغاب ولسوالۍ نه به د امنیتي ځواکونو په وتلو سره د دې ولسوالۍ ټولې برخې د طالبانو تر ولکې لاندې راشي. د دوی په وینا طالبان به تر دې وروسته په آسانۍ سره د بادغیس پر مقر، قادس او جوند ولسوالیو بریدونه وکړي.
 
د بادغیس د ولایتي شورا غړی محمد فرید اخیزی وايي:«تېره شپه دولتي ځواکونه د بالامرغاب ولسوالۍ له کنډک څخه وایستل شول. دا کار شونی دی خپلې ستونزې هم ولري او دولت ډېرې سیمې له لاسه ورکړي.»

د بادغیس د ولایتي شورا غړی بهاء الدین قادسي هم څرګندوي:«په بالامرغاب کې دښمن پر قطعاتو او په دغې ولسوالۍ کې پر مېشتو ځواکونو بوخت وو. په بادغیس کې د طالبانو مرکز بالامرغاب دی او مشرتابه پلاوی یې هلته دی او سوق اداره یې هم له هماغه ځایه کېږي. دا کار د دې لامل شوی چې طالبان خپل فشارونه او بریدونه پر نورو ولسوالیو لکه مقر، اب کمري او قادس باندې زیات کړي.»

د بادغیس والي حسام الدین شمس هم وایي چې د لارو د تړل کېدو او په دغه کنډک کې دېره سرتېرو ته پر وخت د خوړو او پوځي امکاناتو د نه رسېدو له امله حکومت اړ شو څو دا ځواکونه بل ځای ته ولېږدوي.

هغه زیاتوي:«د یوه بل پلان شوي پروګرام پر بنسټ د بالامرغاب د امنیت په تامین او د پراختیايي پروژو په تطبیق او همدارنګه د بالامرغاب د خلکو د همکارۍ جلب لپاره به پروګرامونه پلي شي.»

د بادغیس د ولایتي شورا غړي وایي چې طالبان تل پر دغه کنډک بریدونه کول او په تېرو نږدې دوو اوونیو کې په دغه کنډک کې نږدې ۱۰۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ