د هلمند امنيه قوماندانۍ مخې ته نن سهار(شنبه د کب په ۱۶مه نېټه) د موټربم برید له کبله د دغه ولایت د ملي امنيت د څارنوالۍ ريیس، سيد محمود سادات ژوند بایللی دی.
د ښاغلي سادات کورنۍ دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې ورسره یې دوو ساتونکو هم ژوند بایللی دی.
هغوی زیاتوي چې ښاغلي سادات تر ټپي کېدو وروسته سا ورکړې ده.
په همدې حال کې د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک پېښه کې د ۷ ملکي کسانو ټپي کېدل تایید کړي دي.
هغه همداراز ویلي چې د چاودنې څرنګوالی نه دی مالوم.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
جزییات وروسته...
په دې اړه مو اندونه