د هلمند د سنګین د جویشاله کلي اوسېدونکي ۱۸ کلنې کافیې د ۱۵ کسیزې کورنۍ ۱۴ غړي د هوایي بمباریو ښامار په یوه ځل له ستوني تېر کړل او یوازې کافیه ترې په بې سده بڼه پاتې شوه چې خپل ځان هم سم نه پېژني.
نوموړي چې په دغه بريد کې سخته ټپي شوې وه، د درنو ټپونو له امله یې نه یوازې بدن له ودې لویدلی؛ بلکې ذهنی توازن یې هم بايللی دی.
د کافيې کاکا ګل محمد وايي:«دا ستره نجلۍ ده خو اوس یې اعصاب یې له لاسه ورکړي او لېونۍ شوې ده.»
د کافیې پالنه اوس د هغې د نیکه په غاړه ده. وایي له هغې پیښې کلونه تېر شول، خو دردونه یې کم نه شول.
د کافيې نېکه عبدالحمید وویل:«ما د لوټو له منځه راوېسته او له دې پېښې وروسته دوه ځوان زامن مې هم شهیدان شول.»
د کافيې کاکا جان اغا هم وايي:«په دغې کور کې څلور تنه شهیدان شول او دوه وروڼه مې هم په چاپه کې شهیدان شول.»
په ټوله کې سنګین د هلمند د هغو ولسوالیو له ډلې ده چې تېرو جګړو پکې ډېرې ککرۍ خوړلې دي، خو اوس چې په دغه سیمه کې جګړه ختمه ده اوسېدونکي يې د نړیوالو او حکومت مرستو ته هيلهمن دي.