Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو د نوي کال په درشل کې ۱۴ ولایتونو ته والیان معرفي کړل

د نوي کال په درشل کې چې شونې ده جګړې زور واخلي، د طالبانو پوځي کمېسیون د ۱۴ولایتونو لپاره والیان او د والي مرستیالان، د ۷ ولایتونو لپاره د نظامي کمېسیون مشران او د پنځو نورو لایتونو لپاره د نظامي قطعو مسوولین معرفي کړي دي.

افغان حکومت د دغې ډلې د نویو ګومارنو په غبرګون کې ویلي، طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې، د سولې لپاره اراده نه لري.

له دې سره سم، طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د طالبانو یو شمېر نوي معرفي شوي والیان داسې کسان دي چې، له کلونو راهیسې له افغان حکومت سره جنګېدلي او دغې ډلې د ولایتي تشکیلاتو په اعلانولو سره په غیر مستقیم ډول د نوې جګړې د پیل خبر ورکړی دی.

دغه سرچینې وایي چې د خوست لپاره د طالبانو نوی والي د کندهار دی او تر دې وړاندې د کندهار د ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو ولسوال و او په وروستیو څو میاشتو کې د دې ډلې له جنګیالیو سره د مرستې لپاره په کندهار کې جنګېده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو نوی والي مولوي ندا محمد د کندهار دی چې تر دې مخکې د طالبانو د استخباراتو مرستیال و. هغه د طالبانو لپاره د شمالي ولایتونو د چارو د تنظیم د ریاست تجربه هم لري.
 
د پکتیا لپاره د طالبانو نوی والي مولوي حمزه د ارزګان دی او د دې ډلې د مشهور قومندان ملا نعیم ورور دی، مولوي حمزه د ارزګان دی او تر دې وړاندې د میدان وردګو لپاره د طالبانو والي و.

د پکتیکا لپاره د طالبانو نوی والي محمد عیسی آخند د کندهار دی. هغه په کندهار کې د طالبانو لپاره کار کړی او د دې ډلې د عوایدو مرستیال هم پاتې شوی دی.

د کابل لپاره د طالبانو نوی والي مولوي عبدالرحمان د کندهار دی او تر ډېره د دې ډلې تنکیو ځوانانو ته د درس پر ورکولو بوخت پاتې شوی.

د سمنګان لپاره د طالبانو نوی والي مولوي عبدالرحمان کندوزی دی. نوموړی د څو ولسوالیو لپاره د طالبانو ولسوال پاتې شوی او تر ډېره یې د طالبانو د محکمو د چارو په برخه کې کار کړی دی.

مولوي نور الدین د تخار لپاره، مولوي انس د بامیان لپاره، قاري زین العابدین د لغمان لپاره او محمد فرید عمر د پروان لپاره د طالبانو د نومول شویو والیانو په توګه معرفي شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیخ الله مجاهد وایي چې د دې ډلې له لوري د نویو ولایتي تشکیلاتو معرفي په هېواد کې له روان سیاسي وضعیت سره هېڅ تړاو نه لري او د دې ډلې یو عادي بهیر دی.

حکومت د طالبانو د نویو معرفي شویو والیانو په غبرګون کې وایي چې دې ډلې یو ځل بیا ثابته کړه چې د سولې لپاره اراده نه لري.
         
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال څرګنده کړه:«طالبان غواړي چې د افغانستان پر خلکو خپلې غوښتنې په زور تحمیل کړي، او د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به چا ته اجازه ورنه کړي چې خپله غوښتنه پر زور پر خلکو تحمیل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې مذاکراتو برخلیک ناڅرګند پاتې دی او حکومت هم په ځلونو ویلي دي چې د نوي جنګي څپرکي لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«طالبانو د نویو تشکیلاتو له اعلان سره ظاهراً د پسرلنۍ جګړې لپاره چمتووالی نیولی دی.»

د پوهنتون بل استاد نصراالله ستانکزي هم څرګنده کړه:«زما په اند کېدای شي چې درې مفهومه افاده کړي. لومړی دا چې طالبان غواړي څرګنده کړه چې اجرايي واک لري او د جاري چارو لپاره نوي والیان معرفي کوي. دویمه دا چې غواړي پر امریکایانو فشار راوړي چې د دوحې هوکړې ته ژمن وي او کنه جګړې ته دوام ورکوي او دا د جګړې د دوام په مانا ده. او درېیمه دا ده چې له میاشتو وروسته خپلو موخو ته ونه رسېږي د جګړې لپاره یې نوي قومندانان ګومارلي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د روان کال په لومړیو او دغه راز د راتلونکي کال لپاره تازه عملیات نه دي اعلان کړي.

څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې حکومت هم پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي.
 
شریک یي کړئ