Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کاغذي پېژندپاڼو د وېش بهیر درېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي

کابل کې د کاغذي پېژندپاڼو د وېش بهیر درېدو، هېوادوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کاغذي تذکرو ځينې غوښتونکي وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو بهیر ډېر اوږد دی او د احصایې ملي اداره، پېژندپاڼو ته د کابل د ټولو اوسېدونکو د لاسرسي لپاره بسندویه امکانات په واک کې نه لري.

د برېښنايي پېژندپاڼې یو تن غوښتونکی احمد ذاکر وايي:«ما ډېره هڅه وکړه د هغه سیسټم له لارې راشم چې دوی جوړ کړی تذکره واخلم، ونه توانېدم. بالاخره یوه کس ته مې مراجعه وکړه او هغه له دې ځای سره اړیکه ونیوله او د واسطې له لارې مې تذکره واخیسته.»

د تذکرې بل غوښتونکی وحیدالله هم زیاتوي:«دلته کارکوونکي موجود نه دي. ټولې غرفې تشې دي او یوازې یو کس کار کوي.»

د برېښنايي پېژندپاڼو ځينې غوښتونکي وايي چې د دغو تذکرو د وېش په بهر کې د پڅوالي له امله، له یوه کال وروسته هم نه دي توانېدلي چې خپلې پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

د احصایې ملي ادارې ویانده روهینا شهابي وویل:«د موازي خدمتونو وړاندې کول و او په بشپړه توګه مرکزونه لرو؛ یعنې په کابل ښار کې ۲۵ دانې مرکزونه لرو. ټول کولای شي د برېښنايي پېژندپاڼو خدمتونو ته لاسرسی ولري.»

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په رسمي پاڼه کې د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، د برېښنايي تذکرو د اخیستو لپاره تر اوسه د څه باندې دوه مېلیونه او ۸۱۶ زره کسانو غوښتنلیکونه طی مراحل شوي دي.

شریک یي کړئ