Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هغه سړي کسیه چې ۴۳ورځو وروسته د پیسو بدل کې له تښتوونکو ازاد شو

محمد معین چې د هېواد یو له پانګوالو دی، له ۴۳ ورځو وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد شو؛ خو د امنیتي ځواکونو د هڅو په لړ کې نه بلکې د ۶۰ زره امریکايي ډالرو د ورکړې په بدل کې.

محمد معین وايي په هغې موده چې د تښتوونکو په بند کې و د تښتوونکو له خوا ربړول شوی او سختې ورځې یې تېرې کړې دي.

هغه وايي چې ځينې وسله والو چې نظامي جامې یې پر ځان وې، نږدې یوه نیمه میاشت مخکې د کابل ښار ۱۵مې امنیتي حوزې ته نږدې وتښتاوه:«د یوه بېچاره، د یوه عادي کارګر موټر په لسګونو ځلو کتل کېږي، خو د یوه تښتوونکي او غله ولې نه کتل کېږي؟»

د نوموړي په وینا، د الوتکو د ناستې او پورته کېدو له غږونو پوهېده چې، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته نږدې ساتل کېږي:«کله چې په بند کې وم، ویل مې خدای که وشي دلته طالب برید وکړي چې دوی (تښتوونکي) ونیسي، ځکه چې دولت زموږ ځای پيدا نه شوی کړی.»

دغه کورنۍ زیاتوي، د انسان تښتوونکو ټولې شمېرې یې له پولیسو او څارګرې ملي ادارې سره شریکې کړي؛ خو هغوی پر دې بریالي نشول چې، انسان تښتوونکي مشخص او ونیسي.

جالبه لا دا ده چې، د دغه پانګوال ورور د ولسمشر له لومړي مرستیال، کورنیو چارو وزیر او نورو امنیتي مسوولینو د ده د شکایت د اورېدو له امله مننه کوي؛ خو زیاتوي، کله چې په کورنیو چارو وزارت کې د خپل شکایت له ثبتولو وروسته له دغه بنسټه ووت نو په سبا یې انسان تښتوونکو ورته خبرداری ورکړ چې، نور کورنیو چارو وزارت خواته هم ور ونه ګرځي.

د محمد معین ورور بشیر ملکزاده وايي:«له کورنیو چارو وزارت څخه راووتم. ورور مې هلته (تښتوونکو) پرې فشار راوړ چې ورور ته دې ووایه چې په کار پسې دې نه ګرځي؛ دا د دې معنا ورکوي چې امنیتي ارګانونه هم له اختطاف چیانو سره لاس لري.»

د دغه پانګوال زوی وايي، چې ۶۰ زره ډالر یې په ډېرې سختۍ سره له خپلو خپلوانو راپور کړل او د خپل پلار د خلاصون په بدل کې یې انسان تښتوونکو ته ورسول.

د محمد معین زوی عبدالمتین نظام بیک څرګندوي:«کله چې له انسان تښتوونکو سره هوکړې ته ورسېدو، راته یې وویل پر یوه بایسکل سپور شه او یوه سپیه خولۍ دې پر سر کېده او مستقیم راشه او پیسې راوړه.»

له دې سره سم، د افغانستان د خونو فډراسیون وايي، یوازې سږ کال په دغه بنسټ کې د پانګوالو د تښتوونې سل پېښې ثبت شوي او له منځه یې تر اوسه ۱۰ پانګوال هم وژل شوي دي.

د افغانستان د خونو د فډراسیون مرستیال خان جان الکوزی وايي:«۱۴ پانګوالو د ناامنیو په دلیل افغانستان پرېښود او په سلګونه زره ډالر یې له هېواده بهر کړل.»

سره له دې چې، د ولسمشر لومړی معاونیت او کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وايي؛ خو بیا هم د جنایت کاره ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.

د محمد معین کورنۍ وايي چې انسان تښتوونکو ټولې شمېرې یې له پولیسو او څارګرې ملي ادارې سره شریکې کړي؛ خو هغوی پر دې بریالي نشول چې، انسان تښتوونکي مشخص او ونیسي.

شریک یي کړئ